د برجام د ګډ کمیشن د مذاکراتو بهیر ښه او مخ په ودې دی
(last modified Sun, 20 Jun 2021 00:57:17 GMT )
Jun 20, 2021 05:27 Asia/Kabul
  • د برجام د ګډ کمیشن د مذاکراتو بهیر ښه او مخ په ودې دی

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د برجام د ګډ کمیشن د مذاکراتو بهیر ښه او مخ په ودې دی، وویل: ښايي مذاکرات تر راتلونکې یوې میاشتې پورې نتجې ته ورسیږي.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د برجام د ګډ کمیشن د مذاکراتو بهیر ښه او مخ په ودې دی، وویل: ښايي مذاکرات تر راتلونکې یوې میاشتې پورې نتجې ته ورسیږي.

محمد جواد ظریف پرون د آنتالیا د ډیپلماسۍ د غونډې ترڅنګ زیاته کړه: احتمال شته چې د برجام (ایټمي موافقې) د ګډ کمیشن خبرې اترې د آګست د میاشتې تر نیمايي پورې نتیجې ته ورسیږي او هم دا اوس د ویانا د مذاکراتو په نوي متن کښې اختلافي موارد په لرې کیدو دي.

هغه په مذاکارتو کښې پاتې خنډونه په برجام باندې د امریکې د پابندۍ د آزمایلو طریقه وبلله او څرګنده یې کړه: امریکې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی په دې وجه باید ایران ته ډاډ ورکړي او دا، د خبرواترو په لاره کښې یو خنډ دی.

ظریف په دې خبرې سره چې د امریکې ولسمشر جوبایډن غواړي د تیر جکومت ماتې خوړلي سیاستونه د یو اړم په توګه وکاروي، وویل: په خواشینۍ سره اروپايي هیوادونه مجبور دي چې د امریکې د بایکاټي سیاستونو په وړاندې تسلیم شي خو معنا یې دا نه ده چې ګني دغه سیاست مني.

د ایران خارجه وزیر له عربستان سره د خبرواترو په هکله هم وویل: مذاکره کول د مذاکرې له نه کولو غوره دي، ایران تیار دی چې هم دا سبا خپل سفیر عربستان ته ولیږي.

هغه له داعشي ترهګرو سره په مقابله کښې له بغداد سره د تهران د ملګرتیا په هکله هم ټینګار وکړ چې ایران له داعش سره د مبارزې په وړومبۍ لیکه کښې د عراق د حکومت او ولس ترڅنګ اودریده.

 

ټیګونه