ولسمشر روحاني:
د امريکې حکومت باید د ايران په مسافر وړونکې الوتکې د حملې د جنايتکارانه اقدام ځواب ويونکې وي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د امريکې حکومت دې د ايران په مسافر وړونکې الوتکې د حملې د جنايتکارانه اقدام ځواب ويونکې وي.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن د ۱۹۸۸ کال د جولائۍ په دريمه نېټه د ايران په مسافر وړونکې الوتکې د امريکې جنګي بېړۍ د توغنده اي حملې کليزې ته په اشارې سره وويل، د امريکې حکومت تر اوسه د دغه ستر جنايت په اړه د ايران له اسلامي جمهوريت او د ايران له ملت څخه عذرخواهي نه ده کړې.
ډاکټر روحاني زياته کړه، د امريکې حکومت د حمله کؤنکې جنګي بېړۍ د قوماندان ستائنه او قدرونه هم کړې ده چې پکار دے د دغه غلط اقدام په وجهد عامه افکارو په وړاندې ځواب ويونکے وي.
د ايران ولسمشر همدارنګ له کورونا سره د مقابلې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې وويل: کورونا وائرس وېکسين قبلونکي دي او د واکسينو له نظره د ايران حالات هم ورځ په ورځ په ښۀ کېدو دي.