ظریف:
د ایراني ولس خلاف د امریکې تشدد په اقتصادي ترهګرۍ سره دوام لري
د اسلامي ایران خارجه وزیر د امریکې له خوا د ایران د مسافري الوتکې د نسکورولو له لارې د بیګناه خلکو وژلې ته په اشارې سره په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران د خلکو خلاف د امریکې تاوتریخوالی په اقتصادي ترهګرۍ سره جاري دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر کښې لیکلي دي: له ننه ۳۳ کاله مخکښې په داسې یوه ورځ متحده ایالاتو د ایران ایر ۶۵۵ نمبر الوت نسکور کړ او په کښې سپاره ټول ۲۹۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول.
ظریف زیاته کړه: هغه وخت زه یو ځوان ډیپلماټ وم او ومې لیدل چې امریکې د دغې انساني غمیزې د رامینځته کولو په وجه له بخښنه غوښتنې هم ډډه وکړه.
ښاغلي ظریف هم داشان وویل: د ایرانیانو خلاف د امریکې تاوتریخوالی له دغې پيښې هم مودې مخکښې پیل شوی و او نن سبا یې هم زمونږ د خلکو خلاف اقتصادي ترهګري جاري ده.