په ایران کې ډیرزرد سیلیسايډ سونګولومړنی پلیټ جوړیږي
روئيټرز خبری آ ژانس څ و ساعته مخکې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس له قوله هم راپور ورکړی ، چې ا یران آژانس ته اطلاعا ورکړې چې نیّت لري د تهران دڅيړنیز ریئکټر دسونګو لپاره په شل فی صدي پاخو شوو یورانیمو سره فلزي یورانیم تولید کړي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې داسلامی ایران سفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي ددې خبرې په کولو سره چې ا یران به ډير زر د تهران په ایټمي ریئکټر کې د استفادې لپاره د سیلیسایډ سونګو لومړنی پلیټ جوړ کړي ،ووئيل ، ددغه پروګرام اطلاعا نهه ورځې مخکې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس مسئولانو ته رسول شوې ده او سملاسي ئې عملیاتي چارې هم پیل شوي دي .
کاظم غریب آبادي په دې اړه ووئيل ، دسیلیسایډ سونګو پلیټ د ایټمی سونګو یو هغه ماډرن ماډل دی ، چې ټينکنالوجي ئې یوازې د ګوته په شمیر هیوادونو سره په اختیار کې ده .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې په طبیعي یورانیمو سره په دې باب د تحقیق اوپراختیا فعالیتونه درې میاشتې مخکې پیل شوي وو ،ووئيل ، په نوي بهیر کې د دغو نوي سنګو لومړنی پلیټ په شل فی صدي پاخو شوو یورانیمو څخه په استفادې سره تولیدیږي .
په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې دایران سفیر زیاته کړې ، دغه اقدام چې دریډیو ایکټیو د تولید کیفیّت او کمیّت به تر پام وړ حده لوړ کړي ، دایران اسلامی جمهوریت دایټمي ټيکنالوجۍ په حوزې کې په یوه پرمختللي هیواد بدلوي . روئيټرز خبری آ ژانس څ و ساعته مخکې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس له قوله هم راپور ورکړی ، چې ا یران آژانس ته اطلاعا ورکړې چې نیّت لري د تهران دڅيړنیز ریئکټر دسونګو لپاره په شل فی صدي پاخو شوو یورانیمو سره فلزي یورانیم تولید کړي .