د عراق حکومت او ملت ته د آيت الله رئيسي د تسليت پېغام
(last modified Thu, 15 Jul 2021 01:17:16 GMT )
Jul 15, 2021 05:47 Asia/Kabul
  • د عراق حکومت او ملت ته د آيت الله رئيسي د تسليت پېغام

د ايران د اسلامي جمهوریت منتخب ولسمشر آيت الله سيد ابراهيم رئيسي بېګا د عراق حکومت او ملت ته په يو پېغام کښې د دغه هېواد په ناصريه ښار کښې د امام حسېن (ع) نومې روغتونو د اور لګېدنې په پېښه کشې د يو شمېر عراقيانو په مړينه تسليت ووايۀ.

د اېرنا د رپوټ له مخې آيت الله رئيسي په دغه پېغام کښې په دغه پېښه باندې د سختې خواښينۍ په څرګندولو سره د عراق له حکومت ، ملت او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږئ څرګندونه وکړه.

له دې مخکې هم د ايران د ولسمشر حسن روحاني او د خارجه وزارت د وياند سعيد خطيب زاده په شمول د ايران د اسلامي جمهوريت يو شمېرچارواکو د بيله بيلو پېغامونو په جاري کولو سره د عراق له حکومت او ولس په تېره بيا د دغې زړۀ دردونکې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې وه.

د تېرې نهې په شپه د عراق د ذي قار صوبې د ناصريه ښار د امام حسېن (ع) نومې روغتون د کورونائي بيمارانو په برخه کښې د آکسيجن د ګېس د سلېنډر د چاودېدو له امله اور ولګېد چې پکښې لږ تر لږه ۱۲۴ عراقي بيمارانو ژوند له لاسه ورکړ.

 

 

ټیګونه