محمد جواد ظريف د ترکيې له حکومت او ملت سره خواخوږي څرګنده کړه
(last modified Fri, 30 Jul 2021 23:42:08 GMT )
Jul 31, 2021 04:12 Asia/Kabul
  • محمد جواد ظريف د ترکيې له حکومت او ملت سره خواخوږي څرګنده کړه

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ترکيې د جنوبي صوبو په ځنګلونو کښې له اور لګېدنې وروسته د دغه هېواد له حکومت او ملت سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف پرون په ترکي ژبه په يو ټوئيټ کښې وليکل: د ترکيې په ځينو سيمو کښې په اورلګېدنه سخت خفه شوم.

ظريف د دې په بيانولو سره چې د ترکيې د حکومت او خلقو په رنځ او درد کښې شريک يوو او د هغوي ترڅنګه به ټينګ اودريږو، د وژل شويو کسانو د الهي رحمت او مغفرت او د زخميانو د ښۀ کېدو دعا وکړه او د خپلو ترکي وروڼو په خدمت کښې يې د ايران د امکاناتو او خدماتو وړاندې کولو څرګندونه وکړه.

د تېرې چارشنبې په ورځ د ترکيې د انتاليا په ماناوګات ځنګلونو کښې له اور لګېدنې سره په يو وخت د آدانا، مرسين او عثمانيه صوبو پراخه ځنګلي سيمې د اور خوراک شوې.

 

 

ټیګونه