Jul 31, 2021 14:29 Asia/Kabul
  • روحانی:د رهبرۍ ستر مقام له کروناسره د مقابلې د کمیټۍ مرسته کونکې وو

د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ویناوې او عمل ډیر مرسته کونکې وو

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی له کرونا سره د مقابلې د ملی کمیټۍ په ننۍ غونډه کې وویل د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ویناوې  او عمل ډیر مرسته کونکې وو .

روحانی زیاته کړه د بایکاټونو په وجه څوک د ایران مرستې ته چمتو نه وو .

د ایران ولسمشر همداراز جوته کړه د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک ، پوځ ، بسیج ، پولیسو او همداراز قضاییه وقه او پارلیمان هم له هماغه لومړیو د حکومت د مرستې لپاره ډګر ته ودانګل .

ښاغلی روحان یهمداراز د کرونا ویروس په کنټرولولو کې د ایران د راډیو او ټیلی ویژن رول ډیر اغیزمن وباله او ویې ویل صداوسیما باید هم له کرونا سره د مقابلې د ملی کمیټۍ او حکومت فیصلې اعلان او همداراز بیان او خلک د روغتیایی پروټوکولونو رعایتولو ته وهڅوی ، همداراز باید په بهر کې ناستو کسانو ناروا خبرو ته ځواب ووایی .

 

 

ټیګونه