د ایران په سيسان سيمه کښې د ايران او افغانستان پوله وتړل شوه
د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې د ګورنر امنيتي او انتظامي مرستيال وويل، له سياستان او بلوچستان صوبې سره په ګډ سرحد کښې زرنج ولايت ته په افغانستان کښې د نښتو د لمن د خپرېدو په وجه د سيسان د ميلک په حدوود کښې د ايران او افغانستان پوله وتړل شوه.
محمد هادي مرعشي نن له اېرنا سره په مرکه کښې وويل، د افغانستان د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار تېره شپه د طالب ډلې په لاسو نيولو ته نزدې شو په دا ډول چې زياتره برخې يې طالب ډلې ونيوې چې د مرستندويه حکومتي ځواکونو په رسېدو سره طالبانو په شاتګ وکړ.
هغه د دې په بيانولو سره چې هم دا اوس په پوله کښې حالات ارامه دي وويل، د ملي ګټو د ساتنې لباره د صوبې فوځي، پوله ايز او انتظامي ځواکونه په پوله کښې او ابرېشم پل په سيمه کښې په کامله توګه ځاے
پرځاے شوي دي او احتمالي تحرکات په زېرتيا سره څاري.