د جاپان خارجه وزیر تهران ته راورسیده
(last modified Sun, 22 Aug 2021 02:52:14 GMT )
Aug 22, 2021 07:22 Asia/Kabul
  • د جاپان خارجه وزیر تهران ته راورسیده

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ټوشیمیتسو موټیګي Toshimitsu Motegi د اسلامي ایران له چارواکو سره د ملاقات او خبرواترو په موخه تهران ته راغلی دی

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ټوشیمیتسو موټیګي Toshimitsu Motegi د اسلامي ایران له چارواکو سره د ملاقات او خبرواترو په موخه تهران ته راغلی دی

په ایران کښې د جاپان سفارتخانې په ټویټر کښې تهران ته د دغه هیواد د خارجه وزیر د رارسیدو د خبر په اعلانولو سره لیکلي دي چې هغه به د دوه اړخیزو اړیکو، د لویدیځې آسیا د مسائلو او ځینو نورو مواردو په هکله له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

له دې مخکښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سیعد خطیب زاده ویلي وو چې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په بلنه له یکشنبې ورځې څخه ایران ته خپل دوه ورځنې سفر پيلوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: د آسیا په لویدیځ او ختیځ کښې د دوو مهمو قدرتونو په توګه د ایران او جاپان اړیکې تل مهمې پاتې شوې دي او دواړو هیوادونو په تیرو ۹۰ کلونو کښې خپلې سفارتي اړیکې د ګډو ګټو په بنیاد دوستانه ساتلې دي او دم ګړۍ هم د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسائلو په هکله د دواړو هیوادونو ترمینځ صلاح مشورې په ډیرو لوړو سویو ټینګې دي.

خطیب زاده هم داشان وویل چې د جاپان خارجه وزیر به تهران ته په خپل دې سفر کښې له خپل ایراني همرتبه نه علاوه د ایران له ځینو نورو جګ پوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.

 

ټیګونه