د ایران په کامیابیو کښې د آیت الله العظمی خامنه ای مقام (۹)
(last modified Mon, 23 Aug 2021 23:22:01 GMT )
Aug 24, 2021 03:52 Asia/Kabul
  • د ایران په کامیابیو کښې د آیت الله العظمی خامنه ای مقام (۹)

د ایران د اسلامي جمهوریت په کامیابیو او بریالیتوبونو کښې د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د رول او موقعیت څیړنه

توغندوي توان له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي سټراټیجۍ ډیر مهم چورلیز ګڼل کیږي. ایران په تیرو څلورو لسیزو کښې په دې برخه کښې د پام وړ پرمختګونه کړي دي داشان چې د پوځي څیړنې ډیرو سایټونو د ایران توغندوي توان د نړۍ په لسو وړومبیو هیوادونو کښې بللی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت په کال ۱۳۶۳ (۱۹۸۴ میلادي) کښې د شهید حسن تهراني مقدم په مشرۍ وړومبنې توغندوي ټیم د میزایل په برخه کښې د زده کړې لپاره سوریې ته ولیږه. په دغو وختونو کښې لیبیا او شمالي کوریا ایران ته وړومبني توغندي ورکړل. له هغه وروسته ایران خپل میزایل پروګرام پیل کړ. شهید حسن طهراني مقدم د ایران وړومبنې توغندې په ۱۳۶۶ لمریز کال کښې د نازعات په نامه ډیزاین او وتوغوه. بیا هم دغه یونټ په ۱۳۷۷ کال کښې د شهاب۳ په نامه لرواټنه او پياوړي توغندي ته په لاسرسۍ کښې کامیاب شو.

داشان د ایران خلاف د عراق له تپلي جنګ وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځوکونو په مختلفو پړاؤنو کښې په کورنیو وړتیاؤ او توانیمنیو باندې په تکیې سره نوې او ماډرن وسلې جوړې کړې چې په دفاعي ډګر کښې د ایران د ورځ په ورځ زیاتیونکې بریا ښودنه یې کوله. د ایران د توغندیو د ټیکنالوجۍ څیړنه ښودنه کوي چې ایران نن سبا د مختلونو واټنونو ویشتونکي او د بیلابیلو ځانګړتیاؤ لرونکي توغندي لري. دا دفاعي توان سبب کیږي چې د نظام دښمنان د ایران په خاورې او مهمو تاسیساتو باندې له پوځي حملې ډډه وکړي او ترجیح ورکوي چې د ګواښ پر ځاې خبرواترو ته کښیني. په حقیقت کښې د ایران وسله وال ځواکونه د اسلامي انقلاب د عمر په تیرو څلورو لسیزو کښې سره د هغو ټولو بندیزونو چې د هیواد دفاعي قدرت یې به نښه کړی و، د ماهرو ځواکونو او ژمنو پوهانو په کارولو سره وتوانیدل چې په دفاعي برخه کښې دومره پرمختګ وکړي چې په لویدیځې آسیا کښې د قدرت انډول او ټول معادلات تر خپلې اغیزې لاندې راولي.

*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې استخباراتي ادارې په خپل وروستي رپورټ کښې راوړي دي چې ایران د داسې نویو پوځي توانمنیو د ټولګې پراختیا او لوړتیا ته دوام ورکوي چې ورڅخه په وسلو سنبال ډرونز، بالسټک توغندیو، پرمختللو سمندري ماینونو، بې له چلونکي چاودونکو کشتیو، پرمختللو اوبتلونو او اژدرونو او بیړۍ ضده کروز میزایلونو ته اشاره کولې شو. ایران په مینځني ختیځ کښې ترټولو ستر توغندوي ځواک لري او له خپلو پولو نه تر دوه زره کیلومټره واټن پورې اهدافو باندې حمله کولې شي.

(قاسم) نومې میزایل د ایران وروستۍ توغندوي بریا او د نړۍ ترټولو لرواټنه تاکتیکي بالسټک توغندې دی.

هم داشان دوو نويو سپوږمکۍ وړونکو توغنديو چې ایران یې په تیر ۱۳۹۹ کښې آزموینه او مخ کتنه وکړه، وښودله چې په راتلونکو کلونو کښې د ایران د ځايي سپوږمکیو د توغولو او مدار ته یې د رسولو امکان او بهیر لاګړندی شوی او ښې نتیجې یې هم ورکړې دي.

د برطانیې د سلطنتي خدمات رسونې د موسسې RUSI شناندي وايي: هم دا اوس په سیمه کښې د دښمن هیوادونو د پوځي اډو او مرکزونو په شان مهم تاسیسات د ایران د توغندیو په نښه او رینج کښې دي او د ایران د رسا ویشتونکو توغندیو لپاره په سترو اهدافو بدل شوي دي. د شهیدا سردار قاسم سلیماني د ټرور په بدل کښې په عراق کښې د امریکې په عین الاسد هوايي اډې باندې د ایران توغندوي حملې هم په سیمه کښې د پوځي تسلط په لړ کښې په ځان باندې د ایران اعتماد او باور زیات کړی دی.

د دغې موسسې یو محقق ډاکټر جک واټلنګ Jack Watling وايي: د دقیقې توغندوي حملې توانايي په دې معنا ده چې ایران د اغیزناکې دفاع په چوکاټ کښې هر ډول احتمالي پوځي اقدام ته جوت غبرګون ښودلې شي. اوس به د ایران دښمنان د دغه هیواد خلاف پوځي اقدام لپاره حساب کتاب کوي. */*/*/*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له مخې د وسله والو ځواکونو لویه قومنداني د اسلامي انقلاب د رهبر په غاړه ده. د امام خمیني له وفات وروسته دا مسئولیت آیت الله خامنه اي ته منتقل شو. دوي دا مسئولیت هغه وخت په غاړه واخیسته چې ایران تازه له هغه ورانونکي جنګه راوتلی و چې د صدام د رژیم له خوا پرې تپل شوی و. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د وسله والو ځواکونو د قومندانۍ په مقام کښې د دغو ځواکونو بیارغونې ته مخه کړه تر دې چې اوس ایران د معظم رهبر تر لارښوونې او قومندانۍ لاندې په یو توانمن او قدرتمند ځواک بدل شوی دی او د امریکې او صهیونیسټي رژیم په شان دښمنانو په وړاندې د ځان دفاع کولې کوي.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د امام حسین په نامه افسري پوهنتون کښې یوه وینا کښې وفرمایل: پوځي قدرت د اقتدار لامل دی. وینئ چې د توغندوي مسائله په هکله په دنیا کښې څومره جنجال جوړوي چې ایران توغندې لري، ایران دقیق توغندی لري. هو مونږ توغندی لرو، دقیق او رسا لګیدونکی توغندی هم لرو، زمونږ توغندی له زرګونو کیلومیټرو څخه هدف رسا ویشتې شي. دا مو په قدرت سره ترلاسه کړل، په قدرت سره یې ساتنه کوو، په قدرت سره به یې زیاتوو ان شاءالله. له دې سره هم په دې وجه چې د هیواد د اقتدار ذریعه ده مخالف دي، ورسره دښمني لري، غیظ و غضب لري. وینئ چې څه کوي په دنیا کښې.

*/*/*/*/*

د ټولو قواؤ د مشر قومندان په عقیده، د نړۍ ټولې ټولنې او هیوادونه د دې لپاره چې خپل امنیت تامین کړی شي او د عزت لاره ووهي او مادي او معنوي هوساینه پیدا کړي، ضرورت لري اقتدار ته، هغه اقتدار ته چې یوه بنیادي او مهمه برخه یې د هرې ټولنې او هیواد د وسله والو ځواکونو په وسیله تامینیږي. خو په اسلامي ماډل کښې دا اقتدار په وړومبۍ درجه کښې په معنوي عامل او په معنوي او الهي ارزښت باندې ملا تړي او  په متعال خدای باندې په اعتماد او ایمان متکي دی. دا هم هغه څیز دی چې یو پوځ او د وسله والو ځواکونو یوه ټولګه او یو ولس داسې مقاومت او مضبوطوي چې مادي قدرتونه یې بیانه شي په ګونډو کولې او فاینل نصرت او بریا د هغه وي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایراني پوهانو او ماهرو ځوانانو د ستاینې په لړ کښې په خپلې وینا کښې د یوې صهیونیسټي نشریې یوې مقالې ته اشاره وکړه او ویې ویل:

یو لیکوال یو صهیونیسټي پوهاند د هغه توغندي په هکله چې هغه وخت مونږ آزمویلی و، په یوې صهیونیسټي خپرندوی کښې یو څه لیکلي وو چې ماته هغه ټوله مقاله راوړی شوه، لیکلي یې وو چې زه د ایران دښمن یم خو کوم کس چې دا توغندی جوړ کړی دی د هغه په وړاندې د تعظیم سر ټیټوم، دوي سره د بندیزونو، سره د دې دومره مشکلاتو یو داسې شاهکار جوړ کړی دی، دا زمونږ د دښمنانو قضاوت دی... څه باندې دوه سوه ایراني محققان او پوهان د دنیا په یو فیصد غوره پوهانو کښې شامل دي، دوي ویاړ زیږونکي دي البته زمینه، استعداد، وړتیا او ظرفیت د دې څو چنده دی.

*/*/*/*/*/*/*

د اسلامي انقلاب معظم رهبر باوري دی چې علم که  له صحي کلتوره جلا وي او له سمې فکري تګلارې سره مل نه وي نو یوه خطرناکه چاره به وي او په غلطه به لاړ شي. که چیرې ایټمي علم د قدرت غوښتنې په شان له یو غلط فرهنګ سره یوځاې شي نو په ایټم بم تمامیږي او تر ننه پورې لاهم دنیا او انسانیت ګواښي.

په هم دې وجه آیت الله خامنه اي د یو داسې شخصیت په توګه چې د نړیوالې صلحې او امنیت او د انسانیت د ژغورنې په فکر کښې دی، په یوې فتوا کښې یې د ایټمي وسلې او د کیمیاوي او مایکروبي وسلو په شان نورې ډل وژونکې وسلې حرام اعلان کړې او په ګڼو موردونو کښې او په خپلو رسمي او غیررسمي ویناؤ کښې یې د دغه ډول ایټمي وسلو د تولید او استعمال حراموالي ته اشاره کړې ده. دا موضوع په ملګرو ملتو کښې د یو رسمي سند په توګه ثبت شوې ده خو هم دغه مصلح او معنوي شخصیت د هیواد د دفاع او د اسلامي نړۍ د عزت او سرلوړۍ لپاره د هر ګواښ په وړاندې د پوځي پرمختګ په اوزار او د ایران په پیاوړي کیدو او پایداره امنیت باندې ټینګار کوي.

د ایران د وسله والو ځواکونو یو جګ پوړې قومندان امیر جنرال پوردستان د اسلامي ایران د وسله والو ځواکونو د عزت او اقتدار په لړ کښې د معظم رهبر د رول په هکله وايي: ایت الله العظمی خامنه اي د وسله والو ځواکونو په مدیریت کښې خاص ځانګړنې لري چې وړومبنۍ ځانګړتیا یې تعقیبونه ده داشان چې د یو پوځي قومندان په شان کله چې تدابیر صادروي، خامخا یې تعقیبوي.

بله ځانګړنه یې تحرک دی او مونږ وینو چې دوي په تیرو ۳۲ کلونو کښې په ډیرو پوځي دستورو کښې ګډون کړی دی، په پوځي اډو او د وسله والو ځواکونو د لاسته راوړنو په نندارتونونو کښې یې شتون لرلی دی. یوازې د امام علي د افسرۍ په پوهنتون کښې یې د رهبرۍ د پړاؤ له پیلیدو راهیسې نزدې ۵۰ ځلې ګډون کړی دی چې له وسله والو ځواکونو سره د ټولو قواؤ د ومعظم رهبر د مینې او ورته یې د اهمیت ورکولو نښه ده. دا چاره سبب شوې چې وسله وال ځواکونه څوچنده انګیزه پیدا کړي. هغوي چې کله ویني چې رپورټونه یې ترټولو لوړ پوځي مقامي ته رسیږي او هغه د مسائلو په هله له دوي پوښتنه کوي خو خپله د ودې او ترقې لامل کیږي او د لازیاتو کامیابیو سبب به هم وګرځي.

نن سبا د ایران دفاعي ځواکونه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په حکیمانه او مدبرانه لارښوونو سره، د هر ډول تیري په وړندې د پوځي دفاع له قدرته پر برخورتیا سربیره، د هیواد د ولس د امنیت ساتونکي او د قدرت اصلي معیارونو ته په رسیدو سره، په یو نړیوال قدرت د بدلیدو په درشل کښې هم دي او خپلو اهدافو ته د رسیدو په لاره کښې اودریږي نه.

د امریکې د سټنفورډ پوهنتون د ملي امنیت د چارو شناندي د یوې مقالې په لیکلو سره، د لویدیځ بندیزونو او په تیر کال کښې یې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د دباؤ زیاتیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: (آیت الله) خامنه اي به د دغو دباؤنو په وړاندې تسلیم نه شي.

/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه