د افغانستان خارجه وزیر امیر عبداللهیان ته مبارکي ورکړه
محمد حنیف اتمر بیګا په یو پيغام کښې حسین امیر عبداللهیان ته د اعتماد د راې په ترلاسه کولو او د ایران د خارجه وزیر په توګه د کار د پیلولو مبارکي وویله
محمد حنیف اتمر بیګا په یو پيغام کښې حسین امیر عبداللهیان ته د اعتماد د راې په ترلاسه کولو او د ایران د خارجه وزیر په توګه د کار د پیلولو مبارکي وویله
د ایران پریس خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه پيغام کښې ډاډ څرګند کړ چې د خارجه وزارت لپاره د امیر عبداللهیان غوره کیدل د افغانستان او ایران د دواړو ګاونډي، ملګرو او وروڼو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا او پراختیا او په ګډو کټو د ولاړو سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ د زیاتیدو لاره هواره کړي.
وړمه شپه د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدا... عبدا... هم د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.
ډاکټر عبدا... په دغو خبرو کښې حسین امیر عبداللهیان ته د مبارکۍ په ویلو سره، د افغانستان د خلکو په دفاع کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو قدرونه وکړه.