دIAEAله مشر سره په تخینکي موضوعګانوخبرې وشوي
(last modified Sun, 12 Sep 2021 09:25:42 GMT )
Sep 12, 2021 13:55 Asia/Kabul
  • دIAEAله مشر سره په تخینکي موضوعګانوخبرې وشوي

 د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشرهم له محمد اسلامی سره په ګډ خبري کنفرانس کې په مختلفو موضوعګانوکې د ایران او آژآنس ترمینځ  دخبرواترو پر ضرورت ټینګار وکړ.

 زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر محمد اسلامی  ددې خبرې په کولو سره چې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي به بیا په راتلونکي کې تهران ته راغشي،ووئیل،موافقه وشوه چې  آژانس د  کیمرو د حافظې کارډونه  بدل شي چې دا اقدام د سیف ګاډز په چوکاټ کې دی

 اسلامی  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  له عمومي مدیر سره له غونډې وروسته  زیاته کړه ، درست اقدامات د اعتماد جوړونې لپاره دي او آژانس دې  هم  دخپلو قانوني دندو دترسره کولو لپاره  اغیزشیندونکی رول ولوبوي.

     د ایران دایټمي انرژۍ دادارې مشر ټينګار وکړ،  له رافائيل ګروسي سره   په ناستې کې ،یوازې  په تخنیکي موضوعګانو  خبرې شوي  او سیاسی  مسئلو هیڅ ځاي نه درلود.

 محمد اسلامی  ددې خبرې په کولو سره چې  نننۍ خبرې اترې ښې او رغنده  شوي ، ووئیل ،  پر خبرواترو واکمن روح  دملګرتیاؤ او تعاملاتو  د پراختیا د فرصت رامینځةکول وو ،  د دواړو خواؤ مسئلې تخنیکي دي  او سیاسی موضوعګانې هیڅ ځاي نه لري .

 د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشرهم له محمد اسلامی سره په ګډ خبري کنفرانس کې په مختلفو موضوعګانوکې د ایران او آژآنس ترمینځ  دخبرواترو پر ضرورت ټینګار وکړ.

 

ټیګونه