امریکادې په عملی بڼه درست بندیزونه لغوه کړي
ایران تل له آژانس سره ملګرتیا کړې ده ، په عین حال کې لازمه ده چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس له سیاستونو څخه ډډه وکړي او خپل تخنیکی اړخ ، بې پیلویتوب او خپلواکې دې وساتي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی نن د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژآنس دعمومي اسمبلۍ په پنځه شپیتمې غونډې کې په خپلې وینا کې په ډې خبرې په ټينګار سره چې د ایټمی انرژۍنړیوال آژانس دخپلې اساسنامې په اساس له ایټمی انرژۍ څخه د سوله ایزې استفادې په پراختیا کې دغړو هیوادونو سره له توپیر پرته مرستې ته پابند دی ، زیاته کړې ،آژانس باید له هرډول توپیر او سیاستونو پرته ،د تجهیزاتو او ټیکنالوجۍ دمنتقلولو او د تجروبې ، پوهې د منتقلولو له لارې د تل پاتې پراختنیا موخو ته په رسیدا کې له غړو هیوادونو سره ملګرتیا او مراودت وکړي .
اسلامی ووئیل ، ایران تل له آژانس سره ملګرتیا کړې ده ، په عین حال کې لازمه ده چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس له سیاستونو څخه ډډه وکړي او خپل تخنیکی اړخ ، بې پیلویتوب او خپلواکې دې وساتي .
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر روښانه کړې ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه چې د ایران د اسلامی جمهوریت په وسیله د پرمختګ دخنډونو د لیرې کولو په موخې شوي ، دایران د اسلامی جمهوریت له خوا د ښه نیّت څرګنده نښه ده چې امریکاد یواړخیزو سیاستونو په کارولو سره د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې مادې او د ملګروملتو دامنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي وکړه او ورڅخه ووت. او اوس هم هماغه شان کارړنګونو ته دوام ورکوي باید د نړیوالو ژمنو او موافقو دساتنې لپاره پر نړیوالو اصولو اومقرراتو دنورو په شان عمل وکړي او له یو اړخیزتوب او سروزوریو لاس واخلي .