دښمن له سټراټيژیک ګواښ سره مخامخ شوی
(last modified Wed, 22 Sep 2021 10:26:09 GMT )
Sep 22, 2021 14:56 Asia/Kabul
  • دښمن له سټراټيژیک ګواښ سره مخامخ شوی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر برید جنرال حسین سلامي په دې خبرې سره چې دښمن په اقتصادي کلابندۍ کښې پاتې راغلی دی وویل نن سبا سټراټیژیک شکونه هغه ترټولو مهمه خصیصه ده چې دښمن ورباندې اخته شوی دی .

هغه نن د یادونو او د نومونو په دریمو(۳) مراسمو کښې وویل دښمن د دوو (۲) مخیرو شرونو ترمینځ پاتې راغلی دی او اسلامي انقلاب دا ډول دښمن مدیریت کړی دی چې که چیرې دښمن پاتې شي نو لګښت ورکوي او که چیرې لاړ شي نو تښتیدلی دی او که چیرې دښمن په یمن کښې پاتې شي نو ماتیږي او که چیرې لاړ شي نو تښتیدلی دی .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي په دې خبرې سره چې د نن ورځې امریکا دتیرو لسو(۱۰) ، شلو(۲۰) او د دیرشو(۳۰) کلونو امریکا نه ده وویل صهیونیسټان نور هغه یرغلیز صهیونیسټان چې دمسلمانانو ټاټوبي ونیسي نه دي او د  هغوې نوی نسل هم د تلو سا نلري .

دغه راز د ایران د پوځ مشر برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي هم وویل هوايي ځواک په داسې مقام کښې دی چې هر ګواښ ته ځواب ورکولی شي .

هغه وویل مو هغو وسونو ته په پام سره چې په وسله والو ځواکونو کښې یې لرو د اسلامي انقلاب د ایډیالونو او ګټو پرضد هر ګواښ ته په ټول توان سره ځواب ورکولای شو .

 

ټیګونه