عربستان د منا د شهیدانو د حقیقت معلومونکي کمیټۍ نتیجه ایران ته نه ده اعلان کړي
(last modified Sun, 26 Sep 2021 00:00:29 GMT )
Sep 26, 2021 04:30 Asia/Kabul
  • عربستان د منا د شهیدانو د حقیقت معلومونکي کمیټۍ نتیجه ایران ته نه ده اعلان کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حج او د زیارت ادارې مشر علیرضا رشیدیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د عربستان په منا کښې د پیښې د شهیدانو حقوق تعقیبوو وویل سعودي عربستان تراوسه ایران ته د حقیقت معلومونکي کمیټۍ نتیجه نه ده اعلان کړي .

علیرضا رشیدیان د عربستان د منا د شهیدانو د حقوقو احقاق ته په اشارې سره وویل د دیارلس سوه شپږشپیتم (۱۳۶۶) هجري لمریز کال د خونړي حج او د منا د شهیدانو یوه (۱) خصیصه د هغوې مظلومیت دی ځکه چې په هغوې کښې هیڅوک د جنګ لپاره نه وو تللي بلکې یوازې د یوې (۱) دیني فریضې یعني په عربستان کښې د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره هلته تللي وو .

د ایران د حج او د زیارت ادارې مشر علیرضا رشیدیان زیاته کړه د ایران د حاجیانو د حقوقو د احقاق لپاره د حقیقت معلومونکی کمیسیون جوړ شو خو عربستان تراوسه ایران ته د حقیقت معلومونکي کمیټۍ نتیجه نه ده اعلان کړي .

هغه وویل روان کال له دې سره سره چې ټاکل شوي وه د بیلابیلو شرایطو په رعایتولو او په محدود ډول د ډیرو هیوادونو لپاره د حج مراسم وشي خو ومو لیدل چې د سعودي عربستان حکومت په اخري شیبو کښې وویل چې د حج مراسم نه ترسره کیږي .

د ایران د حج او د زیارت ادارې مشر علیرضا رشیدیان جوته کړه تیرو پیښو ته په پام سره او په روان کال کښې د حج د فریضې نه ترسره کیدا او د عربستان د حکومت د واکمنۍ ساتلو ته احترام سره اما د دغه واجبې فریضې او د حج د مناسکو د ترسره کیدا د  مدیریت لپاره او په مکې مکرمې کښې د ښه خدماتو د وړاندې کولو لپاره باید  له عربستان سره د اسلامي هیوادونو یو (۱)نړیوال تشکل جوړ شي چې وکولی شي دغه کار مدیریت کړي چې نور د منا د پیښې په شان پیښې رامینځته نشي .

د دیارلس سوه څلورنویم (۱۳۹۴) هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په دوهمه (۲) نیټه د عربستان د مکې د سپیڅلي ښار په منا سیمه کښې  په دوه سوه څلورم (۲۰۴)واټ کښې د لوی اختر په ورځ د «رمي جمرات» په مراسمو کښې په بوږنونکي پیښه کښې د ټولې دنیا څه د پاسه اوه زره (۷۰۰۰)ښځې ، سړي او ماشومان ووژل شول چې پکښې  د ایران درې سوه پینځه شپیته (۳۶۵) حاجیان هم شهیدان شول او یوشمیر نور ژوبل شول او ځینې هم تراسه بې درکه دي .

 

ټیګونه