ددښمنانو هرډول احمقانه اقدام ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106368-ددښمنانو_هرډول_احمقانه_اقدام_ته_غاښ_ماتونکی_ځواب_ورکوو
  د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د فاتحان خیبر  نومي  ستره مانوره پرون سهار  د پوځ دمځکني ځواک د  مختلفو یونټونو په شتون سره په قدرت سره پیل شوې  چې هماغه راز دوام لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2021 01:32 Asia/Kabul
  • ددښمنانو هرډول احمقانه اقدام ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوو

  د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د فاتحان خیبر  نومي  ستره مانوره پرون سهار  د پوځ دمځکني ځواک د  مختلفو یونټونو په شتون سره په قدرت سره پیل شوې  چې هماغه راز دوام لري .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران  د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار محمد رضا آشتیاني  د دښمنانو دهرډول احمقانه  او کم عقلو  اقداماتو په نسبت  کلک جدي  خبرداری ورکړ .   

 سردار  محمد رضا آشتیاني  پخپل یوه ټولنیز پیغام کې پرون ناوخته لیکلي دي ، د ایران دملت دښمنان  به  د هر ډول احمقانه  اقدام کلک ځواب ووينی او درنده بیّبه  به ئې ورکړي .

داپه داسې حال کې دي چې  د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د فاتحان خیبر  نومي  ستره مانوره پرون سهار  د پوځ دمځکني ځواک د  مختلفو یونټونو په شتون سره په قدرت سره پیل شوې  چې هماغه راز دوام لري .

د اسلامی ایران  دپوځ دمځکني ځواک  دشمال لویدیځ  دسیمه ایز غونډ قوماندان امیر تورن جنرال  علی حاجیلو  پرون په یولړ څرګندونو کې  زیاته کړې ده ،د پوځ  زغروالو تجهیزاتو  د قزوین، زنجان ، د حمزه سید الشهدا غونډ، د ارومیه  غونډ، د چټک غبرګون  یونټ ،  او دغه راز د انجیئررینګ او ډرونز  الوتکو  کنډکونه  په دغې  سترې مانورې کې برخه اخلي .

 تورن جنرال  حاجیلو په دوام کې وئيلي دي ،دغه ځواکونه په تیرو  اونۍ کې له اته څلویښتو هم په کم ساعتونو کې  د مانورې ځاي ته  منتقل شوي دي . د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمخکني ځواک د شمال لویدیځ دسیمه ایز غونډ  قوماندان  روښانه کړې ده ،  دغه مانوره  به د  کمیټې  د اعلان او تر اړتیا وړ وخت پورې دوام ولري .  هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې  اسلامی ایران هیڅکله هم د ګاونډیانو  خاورې ته تمه دارې سترګې نه غړوي ،  ووئيل ،  هرچا په دغه هیواد کې دخالت   کړی نو داسلامی ایران ددفاعي ځواک له کلک ځواب سره مخامخ شوی دی .

سردار حاجیلو  ددې خبرې په کولو سره چې باید دې موضوع ته پام وکړو چې  صهیونیسټي رژيم  د ترینګلتیاؤ ، ناکراریو  او بې ثباتیو  د رامینځةکیدا لامل دی او  د تاؤتریخوالي اودرز د رامینځةکولو نیّت لري ، ټينګار کړی ، داسلام دین د مودت او سولې دین دی او  دایران د اسلامی جمهوریت  د چلند موخه ، دملتونو ، له سولې ، آرامښټ او امنیت پرته بل  هیڅ نه دي