پاکستان ته د ایران د پوځ د لوی درستیز سفر د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته د تهران او د اسلام اباد سټراټيژیکه کتنه :-
(last modified Wed, 13 Oct 2021 06:49:11 GMT )
Oct 13, 2021 11:19 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د ایران د پوځ د لوی درستیز سفر د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته د تهران او د اسلام اباد سټراټيژیکه کتنه :-

ایران او پاکستان ګډې ګټې او هدفونه لري او په همدې دلیل د دواړو هیوادونو د چارواکو کتنې او سلامشورې له سټراټيژیک اهمیت څخه برخورې دي .

په همدې موضوع باندې ټينګار سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري د یوه (۱) لوړرتبه پوځي پلاوي په مشرۍ د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا په بلنه پرون مازیګر د دغه هیواد پلازمینې اسلام اباد ته ورسید .

د دفاعي اړیکو او ملګرتیاو پراخول ، د ګډې سرحدي ملګرتیا زیاتول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د اسلامي دنیا او د سیمې په بدلونونو باندې غور کول د ایران او د پاکستان د چارواکو د خبرو اترو چورلیزونه دي .

په تیرو کلونو کښې د ایران او د پاکستان پوځي او دفاعي ملګرتیاو ډیر پرمختګ کړی دی او دغه ملګرتیاوې په تیرو څو کلونو کښې په تهران او اسلام اباد کښې د ایران د پوځ د لوی درستیز برید جنرال محمد باقري او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا په کتنو سره نوي پړاو ته ورننوتلي دي .

په مخکنیو سفرونو کښې  د خبرو اترو اهمیت او غوره شویو فیصلو ته په پام سره  د دواړو هیوادونو د پوځي او د امنیتي موافقو جاجول د پاکستان له لوړرتبه  سیاسي ، پوځي او دفاعي چارواکو سره د ایران د پوځ د لوی درستیز  جنرال محمد باقري د خبرو اترو چورلیزونه دي .

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري دغه راز د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ د ګډې کمیټۍ له مشر جنرال ندیم رضا سره هم کتنې او خبرې کوي .

پاکستان د ایران یو مهم (۱) ختیځ ګاونډی هیواد ګڼل کیږي او د دواړو هیوادونو غږملتیا په سیمه کښې د امنیت او د ثبات د ګډوډولو ډیر پلانونه شنډولی شي .

د ایران او د پاکستان د ظرفیتونو په څنګ کښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو کلتوري ، تاریخي ، دیني او قومي نږدي والیو د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا اهمیت دوه (۲)چنده کړی دی .

د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان له دې نظره د ګډو ملګرتیاو او د اړیکو د ژورتیا او پیاوړتیا لپاره ستر فرصتونه لري او د سیمې او د دواړو(۲) هیوادونو د اوږد مهاله ګټو په لړ کښې ګډ فعالیتونه کولای شي .

پر دې اساس د سیمې له هیوادونو په تیره بیا ګاونډیانو سره د اړیکو پیاوړي کول او د  ډیرې ملګرتیا کول د ایران د سیمه ییز سیاست په لومړیتوب کښې دي او پاکستان په دې زمینه کښې له ځانګړي مقام څخه برخور دی .

د پاکستان د پارلمان نائب رئیس« قاسم خان سوري» په همدې هکله په اسلام اباد کښې د ایران او د پاکستان پارلماني دوستۍ ډلې له پلاوي سره په کتنې کښې وویل د پاکستان په تیره بیا د لومړي وزیر عمران خان اراده د ایران له ورور، دوست او ګاونډي هیواد سره د اړیکو له  مخکې څخه زیات پیاوړي کول دي .

ایران او پاکستان د اسلامي هیوادونو په ملګرتیا موسسې ، په  اقتصادي ملګرتیاو موسسې ایکو(ECO) او دغه راز په شانګهايي ملګرتیا موسسې کښې د فعالو غړیو په توګه د سیمه ییز پیوستون او د ملګرتیا لپاره د پام وړ ظرفیتونه لري .

په دې سربیره ایران او پاکستان په تیره بیا سرحدي ولایتونو کښې د دغه ملګرتیا د پراخولو کوشش کوي .

د همدغه هدف لپاره د سرحدونو امنیت ، ګډې سیمه ییزې ملګرتیاوې او د سیمې په تیره بیا د افغانستان په حالاتو غور کول  په دغه سفر کښې د ایران او د پاکستان د چارواکو د سلامشورو موضوګانې دي .

ښکاره خبره ده چې امنیت د سیمه ییزو او د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیاو د پراخولو لپاره وارمخکی اړتیا ده .

په همدې دلیل د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په څنګ کښې د دفاعي او د امنیتي ملګرتیاو پراخول د ایران او د پاکستان د چارواکو د ټینګار وړ لومړیتوبونه دي .

د سیمې په اوسنیو حساسو شرایطو کښې او په افغانستان کښې امنیتي چیلنجونو او د داعش  ډلې جنایتونو ته په پام سره د ایران او د پاکستان پوځي او امنیتي ملګرتیاوې ځانګړي پیغامونه لري .

د ایران او د پاکستان د چارواکو له نظره د سیاسي  او د اقتصادي اړیکو په څنګ کښې د دفاعي او د امنیتي اړیکو پراخول سټراټيژیک اهمیت لري .

په ګډو سرحدونو او د سیمې په سویه ترهګرې پیښې او حوادث د دې ښودنه کوي چې د ترهګرۍ د شخړې جرړه ییز حل د سیمې د هیوادونو ترمینځ ژورو او جدي ملګرتیاو ته ضرورت لري .

د پاکستان له چارواکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوی درستیز محمد باقري خبرې اترې په حقیقت کښې همدغه ضرورت ته ځواب ویل دي .

 

ټیګونه