د قندهار د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو کورنيو لپاره د ايران مرستې دوام لري
Oct 19, 2021 11:43 Asia/Kabul
د افغانستان په قندهار کښې د ايران د اسلامي جمهوريت کنسولګرۍ وويل چې د دغه ښار په فاطميه جومات د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو کورنيو او زخميانو لپاره د ايران مرستې وړونکې الوتکه قندهار ته رسېدلې ده.
د اېرنا د رپوټ له مخې په هندهار کښې د ايران کنسولګري وويل چې قندهار ته د ايران د بشر دوستانه مرستو د بار له خالي کولو وروسته د دغې پېښې يو شمېر زخميان د علاج لپاره ايران ته منتقل کړې شول.
د ايران اسلامي جمهوريت له دې مخکې هم په قندوز کښې د شيعه مسلمانانو په جومات د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو د کورنيو او زخميانو لپاره دوه الوتکې بشر دوستانه مرستې لېږلې وې چې پکښې درمل، کمبلې، خوراکي مواد او د ژمي ګرمې جامې وغېره شاملې وې.