د لړم ۱۳ نیټه د ایران د ملت د مقاومت او د بریالیتوب بیلګه ده
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د پنجشنبې ورځ د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د نوامبر د میاشتې څلورمه (۴)او د دیارلس سوه درې څلویښتم (۱۳۴۳) هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دیارلسمه (۱۳) نیټه ده چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ ده .
دوه څلویښت (۴۲) کاله مخکې په همداسې ورځ یعني د دیارلس سوه اته پنځوسم (۱۳۵۸) هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه(۱۳) او د نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څلورمه (۴) نیټه د ایران محصیلینو د اسلامي انقلاب پرضد د امریکا په ډیرو دسیسو باندې اعتراض کښې په تهران کښې د امریکا د جاسوسۍ ځاله (سفارت ) ونیوله .
د اسلامي ایران خلک هر کال په پرتمینه او عمومي لاریون کښې د دغه ورځې په لمانځلو سره خپل اسلامي انسجام او ملي وحدت نندرې ته وړاندې کوي او د اسلامي انقلاب د پیغام شعارونه ورکوي کوم چې خپلواکۍ ، ازادۍ ، جمهوري اسلامي او له استکبار سره مبارزه کول دي .
د لړم دیارلسمه (۱۳) نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د تاریخ د دریو (۳)حساسو پړاونو درې (۳)مهمې پیښې یادوي .
دغه درې (۳)مهمې پیښې د دیارلس سوه درې څلویښتم (۱۳۴۳)هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) نیټه ترکیې ته د حضرت امام خمیني رح د جلاوطن کیدا کلیزه ، د دیارلس سوه اوه پنځوسم(۱۳۵۷) هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه (۱۳)نیټه د ایران د پهلوي رژیم لخوا د محصیلینو وژل ، او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنټسګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د لارې د پیروي کونکو محصیلینو لخوا په تهران کښې د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیولو انقلابي حرکت هر یو(۱) د ایران د ملت له استکبار سره د مبارزې په بهیر کښې د بدلون پیچومی دی .