د سپاهِ پاسداران سمندري اقتدار د سوداګري کشتیو اډانه ده
د ایران د بیړۍ چلونې عامل مدیر ټینګار وکړ: د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران سمندري اقتدار د تجارتي کشتیو ملاتړی دی
د ایران د بیړۍ چلونې عامل مدیر ټینګار وکړ: د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران سمندري اقتدار د تجارتي کشتیو ملاتړی دی
محمد رضا مدرس خیاباني په یو پيغام کښې له امریکې سره په مقابلې او د ایران د تیلي کشتۍ په ژغورنې کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د باتورو ځواکونو مقتدرانه او هوښیارانه بریا ته په اشارې سره یو پیغام کښې وویل: د سمندري ټرانسپورټ او بیړۍ چلونې د صنعت د فعالیت دوام به د سمندري ځواک له اډانې او اقتدار پرته ترلاسه نه شي.
د مدرس خیاباني په پیغام کښې د سپاه د سمندري ځواک قومندان ایډمرل علیرضا تنګسیري ته په خطاب کښې راغلي دي: د سپاه پاسداران د سمندري ځواک میړانې او مضبوطې ارادې یوځل بیا د خدای تعالی په مرسته د لړم د یارلسمې نیټې او له استکبار او د سلطې له نظام سره د مبارزې د ورځې په درشل کښې د نړیوال استکبار دسیسه شنډه کړه او د ایران د اسلامي جمهوریت په ویاړونو کښې یې یوه بله زرینه پاڼه زیاته کړه او د مقدس جمهوري اسلامي نظام اقتدار او عزت یې نړیوالو ته څرګند کړ.