د ايران په جنوبي سمندر کښې يوه بهرنۍ کيشتۍ راايساره کړې شوه
د ايران د جنوب پارسيان سمندري ځواکونو يوه قاچاقي سونګ لرونکې بهرنۍ کيشتۍ د دغه ښار په سمندر کښې راايساره کړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پارسيان ښار د ذوالفقار ۴۱۲ نومې سمندري ځواک قوماندان کرنل احمد حاجيان وويل: په اطلاعاتي څارنې او منظمو عملياتو سره د دغه ځواک سمندري ځواکونه د يوې بهرني کيشتۍ چې له يولس کسيزې عملې سره د ايران اوبو ته داخله شوه په راايسارولو کښې کامياب شول.
د کرنل حاجيان د وېنا له مخې د اودرول شوې کيشتۍ له لټونې وروسته ترې يو نيم سل زره لېټره ډيزل کشف شول او د عملې يولس واړه کسان له قانوني مراحلو څخه د تېرېدو لپاره د پارسيان ښار قضائيه مرکز ته معرفي شول.
کرنل حاجيان وويل: ذوالفقار ۴۱۴ نومې سمندري ځواک به له اقتصادي رونق څخه په ملاتړ کښې په سمندر کښې د سونګو له هر ډول قاچاق سره په پرېکنده توګه چلند وکړي.