د مدعي هیوادونو له لوري د بشري حقوقو څخه له اوزاري استفادې څخه د ایران نیوکې
(last modified Thu, 25 Nov 2021 03:07:21 GMT )
Nov 25, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • د مدعي هیوادونو له لوري د بشري حقوقو څخه له اوزاري استفادې څخه د ایران نیوکې

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې د بشري حقوقو د کمیټې سر منشي د مدعي هیوادونو له لوري د بهرني سیاست د اهدافو په لړ کې د بشري حقوقو څخه د اوزارې استعمال غندنه وکړه.

د ایران د قضایي قوې د بشري حقوقو د کمیټې سرمنشي کاظم غریب آبادی په ایران کې د بشري حقوقو په اړوند د رسنیو له مسئولینو سره په غونډه کې د ملي ګټو څخه د دفاع او د غربي نړۍ له تبلیغاتي او سیاسي فشارونو سره د مقابلې د رسنیو تر مینځ په همږغیتوب ټینګار وکړ.

غریب آبادی د دې په بیانولو چي بشري حقوق له مهمو نړیوالو موضوعاتو څخه بلل کیږي وویل: رسنۍ باید په مدعي هیوادونو کې د بشري حقوقو د نقضونو د فعاله تعقیبونې تر څنګ، د یادو هیوادونو له ورانوونکو تبلیغاتو سره د مقابلې زمینه هم برابره کړي.

د ایران د قضایي قوې د نړیوالو چارو مرستیال دې ته په اشارې سره چي بشري حقوق په سیاسي، مدني، فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي موضوعاتو کې معنا مومي، زیاته کړه: که د ایران اسلامي جمهوریت د هیڅ یوې بشري معاهدې غړی نه ووسي، بیا هم د اخلاقي، قانوني او مذهبي اصولو له مخې د بشري حقوقو په رعایتولو باندې ځان ملزم ګڼي.

 

 

 

ټیګونه