ايران په روسيې کښې د کان د چاودنې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه
(last modified Fri, 26 Nov 2021 00:02:51 GMT )
Nov 26, 2021 04:32 Asia/Kabul
  • ايران په روسيې کښې د کان د چاودنې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده بېګاپه روسيې کښې د کان د چاودنې په پېښه د افسوس په څرګندولو سره د دغې ترخې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې د روسيې د کېمروو صوبې له کزباس سيمې سره نزدې په سيبري سيمه کښې په ليستوياژنايا کان کښې د اور لګېدنې په پېښه کښې پرون رامنځته شوه تر اوسه دوه پنځوس تنه مړۀ شوي دي.

د کېمروو صوبې ګورنر سرګئ تسيويليوف څه ګېنټې مخکې وويل، په مجموعي توګه د پېښې په وخت په کان کښې دوه سوه پينځه اتيا تنه موجود وو.

په دغه پېښه کښې په لسګونو نور هم ژوبل  شول.

د روسيې حکومت د دغې پېښې په باره کښې تحقيقات شروع کړي دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن پرون د دغې بېښې غم ځپلو کورنيو ته د تسليت په ويلو سره  د دغه هېواد حکومتي چارواکو ته حکم ورکړ چې له ژوبلو کسانو سره دې د هر ډول مرستې وکړي.

 

ټیګونه