د فوځ سمندري ځواک د مقدسې دفاع په شان له اقتصادي شاهرګونو دفاع کوي
(last modified Fri, 26 Nov 2021 00:52:59 GMT )
Nov 26, 2021 05:22 Asia/Kabul
  • د فوځ سمندري ځواک د مقدسې دفاع په شان له اقتصادي شاهرګونو  دفاع  کوي

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک قوماندان وويل: د فوځ سمندري ځواک د مقدسې دفاع په شان له اقتصادي شاهرګونو دفاع کوي.

د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې اېډمېرل شهرام ايراني پرون «مردان آب، مردان آهن» نومې کتاب د مخکتنې په مراسمو کښې وويل: سمندري ځواک د ايران د زمکنې بشپړتيا په دفاع کښې د خپلو دندو د ترسره کولو په لړ کښې د مقدسې دفاع د دوران هم هغه لاره پلې کوي او د هېواد له اقتصادي شاهرګونو څخه دفاع کوي.

هغه د مقدسې دفاع د دوران د شهيدانو په تېره بيا د سمندري ځواک د شهيدانو د ياد په نمانځلو سره زياته کړه، سمندري ځواک د خپلې دندې د ترسره کولو په لړ کښې د ايران په خلاف د عراق د تپل شوي جنګ له شروع کېدو وروسته په ډېر کم وخت کښې په سمندر کښې د دښمن يو لاس پرې کړ چې د خپل وجود څرګندونه ونه کړې شي.

اېډمېرل ايراني همدارنګ وويل: د فوځ د سټراټيجک سمندري ځواک د جنګي کيشتيو نهه اويايمه ډله د ايران د تجارتي او تېل  اوړونکو کيشتيو بدرګه او محافظت په حال کښې ده چې د دښمنانو سپېرۀ مثلث هدف يعنې بنديز، ګواښ او دسيسه ناکامه کړي.

هغه زياته کړه، په سمندري ځواک کښې هغه څپېړې چې بايد دښمن ته ورکړې شي ورکړې کيږي چې هيڅ ډول بې وقوفانه عمل ونه کړې شي، البته په اوس حال کښې يې لا عقل په ځاے دے د ايران د ګټو په خلاف د هيڅ  ډول حرکت جرات نه لري.

 

ټیګونه