د ايران سمندري ځواک په خپلو سمندري حدودو کښې د هر ډول ګواښ په قوت سره مقابله کوي
(last modified Mon, 29 Nov 2021 08:41:47 GMT )
Nov 29, 2021 13:11 Asia/Kabul
  • د ايران سمندري ځواک په خپلو سمندري حدودو کښې د هر ډول ګواښ په قوت سره مقابله کوي

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک قوماندان وويل: د ايران سمندري ځواک په خپلو سمندري حدودو کښې د هر ډول ګواښ په قوت مقابله کوي.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې اېډمېرل شهرام ايراني بېګا د سمندري ځواک د ورځې په مناسبت د بهرنيو خپرونو د برخې سحر ټي وي چېنل په طنين نومې پروګرام کښې په شتون سره د ايران مخ په زياتېدو مخنيؤنکي او دفاعي توان باندې په تاکيدسره وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت سمندري ځواک په لنډ وخت او پراخه ځاے کښې اصل په بنياد ګواښونه ته ځواب ورکوي.

د سمندري ځواک قوماندان د دغې سټراټيجۍپه بيانولو کښې تاکيد وکړ، ايران د دې توان لري چې په ډېرچټکه وخت او ډېرو پراخو سمندري حدودو کښې له دښمن سره مقابله وکړي او د حالاتو د کنټرولولو او آرامولو اقدام وکړي.

اېډمېرل ايراني دا خبره په ګوته کړه چې ايران د مختلف ډوله اوبتلونو، بېړيو او کيشتيو د جوړولو د توان په لرلو او همدارنګ د پروازي يونټونو په فعال شتون سره د نظر وړ سمندري منيت ټينګ کړے دے او په پوره قوت سره خپل تېل وړونکې بېړۍ او کيشتۍ بدرګه کوي.

 

هغه د دې په بيانولو سره چې اوس ايران په ډېرو زياتو تجارتي مبادلاتو  سره د ترټولو رش لرونکې بحيرې په توګه د هند د بحيرې په سمندري سيمې باندې کنټرول لري وويل: په عدن خليج کښې د ايران جنګي بېړۍ ځاے پرځاے دي او په پرمختلليو وسلو سنبالو سمندري ډاکوانو په مقابل کښې د کيشتيو د تګ راتګ ساتنه کوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک قوماندان تاکيد وکړ، په فني، سائنسي او انجنيئرۍ په برخه کښې په دنيا کښې ترټولو پېچلي سازوسامانونه د اوبتلونو له جوړولو سره متعلق دي چې ترټولو اوچته ټېکنالوجي لري او له دې وروسته جنګي بېړۍ، توغنده اي سېسټم او الوتکې دي چې ټولې توانمنۍ په ايران کښې شتون لري چې پوه بنسټه شرکتونه او پوهنتونونه يې مديريت کوي.

 

 

ټیګونه