د ایران د سرحدي ځواکونو او د طالبانو نښته پاې ته رسیدلي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده له طالبانو سره د ایران د سرحدي ځواکونو د جګړې د ختمیدا خبر ورکړ .
سعید خطیب زاده بیګا د افغانستان له نیمروز ولایت سره د ایران د سیستان و بلوچستان په سرحدي سیمه کښې د نښتې په هکله د خپرو شویو خبرونو په ارتباط وویل پرون مازیګر د سرحدي سیمو د وسیدونکو ترمینځ سرحدي اختلاف د ایران په سیستان و بلوچستان سرحدي سیمه کښې د ډزو سبب شو چې د دواړو هیوادونو د سرحد ساتونکو په غږملتیا سره موضوع مدیریت شوه او نښته ختمه شوه .
پرون د افغانستان نیمروز ولایت ته نږدې په شغالک سیمه کښې د یوه(۱) سرحدي ناوړه تفاهم په وجه د ایران د سرحدي ځواکونو او د طالبانو ترمینځ نښته رامینځته شوه .
دغه راز د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال محمد هادي مرعشي ټینګار وکړ چې د افغانستان او د ایران په سرحد کښې حالات کراره دي .
هغه د ایران او د افغانستان په سرحدي سیمو کښې د حالاتو په کرار بللو سره وویل د پرون ورځې نښته سطحي وه او ختمه شوي ده .
مرعشي وویل د طالبانو ځواکونو د سیستان و بلوچستان په هیرمند سیمه کښې د ایران د سرحد په لور ډزو کولو سره د سرحدي سیمو لپاره ناکرارۍ رامینځته کړه .