د ویانا مذاکرات، په ماسکو کښې د ایران د مرستیال خارجه وزیر د صلاح مشورو چورلیز
(last modified Wed, 08 Dec 2021 09:13:46 GMT )
Dec 08, 2021 13:43 Asia/Kabul
  • د ویانا مذاکرات، په ماسکو کښې د ایران د مرستیال خارجه وزیر د صلاح مشورو چورلیز

د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران جګ پوړي مرکچي او د خارجه وزیر سیاسي مرستیال علي باقري کني پرون په ماسکو کښې د روسیې له مرستیال خارجه وزیر سرګئي ریابکوف سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

ایران په مختلفو موضوعاتو کښې له روسیې او چین سره صلاح مشورې کوي. د ویانا د خبرواترو په نوي پړاؤ کښې هم په مختلفو طریقو له روسیې او چین سره مشورې شوې دي. له ایرانه د ظالمانه بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو نوی پړاؤ د تیرې اونۍ په دوشنبې یعنې د نومبر په ۲۹ نیټه پیل شو او د جمعې تر ورځې یې دوام وکړ.

ایران د خپل ښه نیت په ښودلو او یواړخیزو بندیزونو د لرې کیدو په هدف سره، د ویانا د مذاکراتو په اووم پړاؤ کښې ګډون کړی دی او په یو بشپړ ټیم سره یې یوې ښې موافقې ته د رسیدو لپاره خپله اراده او چمتووالی وښوده. د مذاکراتو په دې پړاؤ کښې ایران د امریکې د بندیزونو د ختمدیو او د ایټمي ژمنو په برخو کښې دوه سندونه مقابلو لورو ته وړاندې کړل. د ایټمي موافقې اروپايي لوري او امریکا چې په ۲۰۱۸ کال کښې له برجامه وتلې وه، لاهم د ایران حقوقو ته په بې پامۍ او په نورو مسائلو پورې د ایټمي موافقې د تړلو لپاره په هلوځلو سره، د ویانا د مذاکراتو د پيچلتیا سبب شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان (کامرسنټ) ورځپاڼې ته په یوه مرکه کښې وویل: د ایران په ایټمي پروګرام پورې اړونده وضعیت په دې وجه رامینځته شوی دی چې امریکې د برجام د نابودولو لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه ده کړې.

ایران د ۲۰۱۵ کال د ایټمي موافقې په بنیاد د یوې ښې موافقې په لټه کښې دی او ټینګار لري چې باید د دواړه لوري د برجام په اړوندو موافقو باندې عمل وکړي. په هم دې بنیاد ایران د مذاکراتو په اووم پړاؤ کښې نویو موضوعاتو ته نه ده مخه کړې بلکې د بحث وړ چورلیزونه د مذاکراتو د شپږم پړاؤ دوام دی. ایران د تیرو خبرواترو په احترام سره، د خپلې نوې مسودې متن د ویانا-۶ د مسودې په بنیاد ایښي دي.

د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لیجیان د ویانا د مذاکراتو د اووم پړاؤ او د ایران له خوا د مطرح شویو غوښتنو په وړاندې د امریکې او اروپايي هیوادونو د لیدتوګو په څیړنه کښې ویلي دي: د هغه سند له مخې چې د مذاکراتو په تیرو شپږو پړاؤنو کښې ورته رسیدلي یو، طرفینو د بندیزونو د ختمیدو او د ایټمي مسائلو په هکله هراړخیزې او ژورې خبرې اترې درلودلې. امریکا د هغه وړومبني هیواد په توګه چې د ایران ایټمي کړکیچ یې رامینځته کړ، باید د ایران، چین او د نورو دریمګړو لورو خلاف خپل ټول غیرقانوني او یواړخیز بندیزونه ختم کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت په ژمنو باندې خپله پایندي په عملي توګه ښودلې ده او اوس هم یوې داسې منصفانه موافقې ته رسیدو ته بشپړه تیاري او اراده لري چې د ایران د ولس روا حقونه تامین کړي. د ایران غوښتنه د ایټمي موافقې کره، سمه او بشپړه اجرا ده.

له ایرانه د امریکې او اروپا د غیرمنطقي غوښتنو او بې بنیاده ادعاؤ تکراریدل د دې ګمان یو تایید دی چې د ویانا د مذاکراتو په فضا باندې د اغیزشیندنې لپاره یو غږمله سیاست روان دی. بې شکه چې دا ډول کړچارونه به نه یوازې د خپلو قانوني حقوقو او ګټو د ساتنې او دفاع لپاره د ایران په ارادې باندې کومه اغیزه ونه لري بلکې د موجوده وضعیت پیچلتیا به لازیاته کړي. ایراني مرکچیانو له برجامه هیڅ څه کم یا زیات نه دي غوښتې. خو لویدیځ لوري عملاً هڅه کوي چې ایران د مذاکراتو د اوږدیدو او د خبرواترو د احتمالي ماتې لامل معرفي کړي. په داسې حال کښې چې که مقابل لوري په رغنده لید سره او له حاشیه سازۍ او د ویانا د مذاکراتو په لړ کښې د مغرضانه او بې نتیجې بیانیو له صادرولو لرې، د نتیجه ورکونکو مذاکراتو په لټه کښې شي نو خبرې اترې به په خپله هدفمنه لاره برابرې شي.

هم هغه ډول چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د ظالمانه بندیزونو له ختمولو پرته ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنیدو هیڅ لاره نشته.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه