مقابل لوري د ویانا په خبرو کښې جدي نه دي
زمونږ خبریال وايي د ویانا په خبرو کښې د ایران لوړرتبه مرکچي علي باقري کني د بایکاټونو د لغو کیدا موافقې ته د رسیدا لپاره د ځینو هیوادونو د جدیت نه لرلو ته په کنایې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت پلاوی اسټریا ته راغلی دی او په خبرو کښې جدي دی .
دغه راز د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي عباس مقتدايي په دې خبرې سره چې د ایران مرکچي ټیم په کافي اختیار او وس سره د ویانا په خبرو کښې حاضر شوی دی وویل په لویدیځو لورو باندې د ایران بې اعتمادۍ په تیرو څو کلونو کښې د هغوې په کړچارونو او واقعیتونو کښې جرړه لري .
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت په اټومي تړون کښې په خپلو ژمنو عمل وکړ او دا امریکا وه چې له اټومي موافقې په وتلو سره یې تړون مات کړ او اروپايي هیوادونو هم د ژمنو خلاف ورزۍ وکړه او په حقیقت کښې څلور جمع یوې ډلې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی .