دښمن په دروغ ویلوسره د ظالم او د مظلوم ځای بدلوي
(last modified Sun, 12 Dec 2021 09:34:52 GMT )
Dec 12, 2021 14:04 Asia/Kabul
  • دښمن په دروغ ویلوسره د ظالم او د مظلوم ځای بدلوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له یوشمیر نرسانو او د سلامتیا د مدافعانو د شهیدانو له کورنیو سره په کتنې کښې ټینګار وکړ که چیرې حیقتونه بیان نکړو دښمن په دروغ ویلو او تحریف سره د ظالم او د مظلوم ځای بدلوي .

هغه حضرت نن د ایران له یوشمیر نرسانو او د سلامتیا د مدافعانو د شهیدانو له کورنیو سره په کتنې کښې د حضرت زینب سلام الله علیها کړچار او وینا د میرمنې د عظمت ، د روحي ، د معنوي او د عقلاني قدرت او  د ځلا نښه وبلله .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د ټولنې د واقعیتونو ، د انقلاب د تاریخ ، د سپيڅلي دفاع او د تیرو دوه څلویښتو (۴۲)  کلونو بیلابیلو پیښو په حقیقي ډول د بیانولو د ضرورت په هکله وویل که چیرې داسې ونشي چې په ډیرو موردونو کښې نه دي شوي دښمن په عمومي افکارو کښې له دروغو او تحریف څخه ډکې روایتونه بیانوي او د ظالم او د مظلوم د ځاې په بدلولو سره خپل پرله پسې ظالمانه اقدامات توجیوي .

هغه حضرت د ایران د سلامتیا او د درملنې د برخې فعالانو او هرې نرسې او نرس  ته  د حضرت زینب سلام الله علهیا د زوکړې او د نرسانو د ورځې په مناسبت مبارکۍ ویلو سره وویل د کربلا سترې میرمنې ټول بشریت او تاریخ ته ثابته کړي ده چې ښځه د میرمنې د سپکاوي لپاره د ظالمو لویدیځو هیوادونو په شمول د تیر وخت او د اوس وخت د تنګ نظره کسانو له هڅې سره سره کولای شي د صبر او د زغم ستره اوقیانوسیه او د پوهې او د تدبیر ستره څوکه ووسي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د روایت او د بیانولو جهاد د حضرت زینب سلام الله علیها د ژور تدبیر او د پوهې نور اړخونه وګڼل او زیاته یې کړه هغې سترې میرمنې د کربلا په حقیقي ، اغیزشیندونکي او تل پاتې  روایت سره فرصت ورنکړ چې د دښمن روایت او خبرې په حقیقت غلبه وکړي .

د  مشر تابه ستر مقام نرسنګ د دوه چنده الهي اجر سبب وباله او زیاته یې کړه د ناروغانو ، د مریضانو د کورنیو او د ټولو خلکو په خاطر امنیت رامینځته کول د نرسنګ نور مهم ارزښتونه دي او د نرسانو ټولنه په حقیقت کښې په ټول ملت حق لري .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران د ملت په کړیدا باندې د نړۍ د مستکبرانو خوشحالۍ ته په اشارې سره چې د کیمیاوي بمباریو لپاره د عراق له صدام سره د مرستې کولو ، د ایران د سرحدي ولسوالیو د خلکو لپاره د ژور او سختو کړاونو د  رامینځته کولو په شان پیښو  او د ایران د ملت لپاره په درملو باندې د بندیز په شان مسائیلو کښې کاملا ښکاره شوي دي وویل دغو واقعیتونو ته په پام سره کله چې نرسان په هڅې او سرشیندنې سره ناروغان او د هغوې خپلواکه خوشحالوي په حقیقت کښې د کینه لرونکي استکبار په مقابل کښې د مجاهدت په حال کښې دي چې دغه کار په اسلامي ایران کښې د نرسانو د ټولنې دوه چنده ارزښت بیانوي .

 

ټیګونه