په پیامبراعظم(ص)نومې مانورې کې په یوځاي ۱۶کروزتوغندوي وتوغول شول
(last modified Fri, 24 Dec 2021 11:28:21 GMT )
Dec 24, 2021 15:58 Asia/Kabul
  • په پیامبراعظم(ص)نومې مانورې کې په یوځاي ۱۶کروزتوغندوي وتوغول شول

پیامبر اعظم (ص)۱۷نومې  پنځه ورځنۍ  مانوره ، دتیرې دوشنبې په ورځې د فارس خلیج  او هرمز تنګي په سواحلو کې  او د هرمزګان ، بوهشر او خوزستان ولایتونو په عمومي  سیمې کې د سپاه پاسدارانو د مځکني ، هوائي او سمندري ځواکونو او همداراز د ایران دبسیج  ولسی ځواک  یو شمیر کنډکونو په شتون سره ترسره شوه ..

ایران پریس خبری آژانس  راپورراکړ،د پيامبر اعظم (ص)۱۷نومې مانورې په نهائي مرحلې کې دسپاه پاسدارانو توغندوي یونټ  په یو ځاي په مختلف رینج ویشتونکي لنډ واټنه مینځ واټنه او لرواټنه شپاړس بالسټیک توغندوي په ټارګټونو وویشتل .

په راپور کې وئيل شوي دي،ددغې سترې مانورې په نهائي مرحلې کې د عماد، قدر،سجیل، زلزال دزفول  او ذوالفقار  نومې  مختلفو رینجونو مشتمل توغنديو سره   د دښمن په فرضي  جوړې شوي حساسې مورچلې په شیشت  کې په راوستوسره په سلو کې سل په مینځ ویشتل شوي  دي .

دتوغندیو له ویشتلو سره په یووخت ، د سپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک لس یرغلیز ډرونز هم  په یوه وخت  په شیشت کې راوستو فرضي مورچو باندې ویشتل شوي دي .

ددغه راپور په اساس ، د دښمن  له خنډونو څخه دتیریدا لپاره په جامدو سونګو توغونکو توغندیو د وړتیا نندارې ټه وړاندې کیدا  او په یووخت ئې توغول  او  دجنګی چمتووالو  لوړتیا  او د قدرت نندارې ته وړاندې کول  د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د  پیامبر اعظم (ص) ۱۷نومې مانورې  د نهائي  برخې ځانګړنې  وې .

پیامبر اعظم (ص)۱۷نومې  پنځه ورځنۍ  مانوره ، دتیرې دوشنبې په ورځې د فارس خلیج  او هرمز تنګي په سواحلو کې  او د هرمزګان ، بوهشر او خوزستان ولایتونو په عمومي  سیمې کې د سپاه پاسدارانو د مځکني ، هوائي او سمندري ځواکونو او همداراز د ایران دبسیج  ولسی ځواک  یو شمیر کنډکونو په شتون سره ترسره شوه ..

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه