پېغمبراعظم (ص) نومې فوځي مشقونه د ملي ګټو او امنيت په دفاع کښې د ايران د طاقت يوه نښه ده
(last modified Sat, 25 Dec 2021 12:11:44 GMT )
Dec 25, 2021 16:41 Asia/Kabul
  • پېغمبراعظم (ص) نومې فوځي مشقونه د ملي ګټو او امنيت په دفاع کښې د ايران د طاقت يوه نښه ده

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د دښمنانو د هر ډول غليمانه تحرکت به د ايران د وسله والو ځواکونو له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي نن د کابينې په غونډه کښې د ايران د ملت او د سيمې د ملتونو له امنيت څخه په وخت ساتنه کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د هلو ځلو په قدرونې سره د پېغمبراعظم (ص) ۱۷ نومې فوځي مشقونه د ايران د ملت له ګټو او امنيت څخه په دفاع کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ارادې او طاقت يوه څرګنده نښه وبلله.

هغه زياته کړه، د دښمنانو لخوا د هر ډول غليمانه حرکت به د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونوله سخت او پرېکنده ځواب سره مخامخ شي او سټراټيجک انډولونه به په معناداره شکل کښې بدل شي.

ولسمشر رئيسي همدارنګ د حضرت عيسي (ع) د ميلاد د مبارکۍ په ويلو سره حضرت عيسی (ع) د ظالمانو او سلطه ګرو په وړاندې د استقامت پېغام راوړونکے ؤ او دا يو ستر درس دےچې پکار دے ټول يې زده کړي.

 

ټیګونه