د ايران په خلاف د امريکې له زيات نه زيات دباو د جنګ په بې نتيجه والي اعتراف
(last modified Wed, 02 Feb 2022 11:18:39 GMT )
Feb 02, 2022 15:48 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف د امريکې له زيات نه زيات دباو د جنګ په بې نتيجه والي اعتراف

د امريکې ډېموکرېټ سنېټر کريس مورفي اعتراف وکړ چې د ايران په خلاف د امريکې له زيات نه زيات دباو بنديزون د واشنګټن لپاره هيڅ ګټه نه ده لرلې او بې نتيجې دي.

مورفي پرون په يو ټوئيټ کښې وليکل: امريکې د ايران په خلاف د ټرمپ له زيات نه زيات دباو له بنديزونو څخه هيڅه ترلاسه نه کړل.

د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو په بې نتيجه والي او په حقيقت د دغه جنګ په ماتې باندې د امريکې د سنېټر اعتراف په دې مسئله باندې د امريکې د اوسني  حکومت د لوړ رتبه چارواکو د اعتراف په لړ کښې شوے دے.

د امريکې د ملي امنيت صلاحکار جېک ساليوان د روان ۲۰۲۲ ميلادي کال د جنورۍ په مېنځنيو وختونو کښې اعتراف وکړ چې واشنګټن د برجام اېټمي موافقې په اړه د ټرمپ د غميزناکې غلطۍ د قيمت د ادا کولو په حال کښې دے. د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن هم د ساليوان په شان له برجام اېټمي موافقې څخه په وتلو کښې د امريکې په سټراټيجکې غلطۍ اعتراف کړے دے.

بلېنکن د 2021 کال د دسمبر په اومه نېټه وويل له ايرن سره د ۲۰۱۵ کال له اېټمي موافقې څخه د امريکې وتل يوه ډېره لويه غلطي وه.

د امريکې مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ به تل برجام اېټمي موافقه د واشنګټن لپاره ترټولوزياته بده موافقه بلله او بالاخره د 2018کال د مۍ په اتمه نېټه له برجامه د امريکې د وتلو په اعلانولو سره د پراخو نړيوال مخالفتونو باوجود د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک او برجام موافقې مطابق د واشنګټن په ژمنو عمل څنګته کېښود. د ټرمپ حکومت د خپلو غېرقانوني غوښتنو قبلولو ته د ايران د مجبورول لپاره  د تهران په خلاف له زيات نه زيات دباو د جنګ په چوکاټ کښې ترټولو بې مخينې بنديزونه ولګول او د برجام اېټمي موافقې د ساتلولپاره له هر ډول طرحې سره مخالفت وکړ. د امريکې د هغه وخت د حکومت مقصدد ايران د صلح ايز اېټمي پروګرام د اودرولو ،د توغنده اي توانمنۍ په زمينه کښې سختو بنديزونو د لګولو او د ايران د سيمه ايزو سياستونو په شمول د واشنګټن د نظر وړ دولسو شرطونو ته د ايران تسليمول وو.

خو په تېرو دريو کلونو کښې د ټرمپ د حکومت د يو اړخيزو او غېرقانونيبنديزونو باوجود د ايران اسلامي جمهوريت له زيات زيات مقاومت د سياست په غوره کولو سره د واشنګټن له بنديزونو سره په مقابله لاس پورې کړ. په همدې وجه ټرمپ د خپلې واکمنۍ د دورې ترختمېدو پورې د ايران په باره کښې خپل يو هدف ته هم ونه رسېد او د سوړ جنګ په دوره کښې د امريکې د بهرني سياست په تاريخ کښې يوه ترټولو لويه ناکامي رامنځته شوه.

البته له زيات نه زيات دباو د جنګ په ناکامۍ د امريکې د حکومتي چارواکو او کانګرس اعتراف په داسې حال کښې  څرګنديږي چې د بائيډن حکومت هم هغه شان د ايران په خلاف د امريکې د مخکيني حکومت له زيات نه زيات دباو سياست ساتلے دے. جوبائيډن د امريکې ولسمشرۍ ته له رسېدو نه مخکښې ادعا کړې وه چې دغه هېواد به برجام اېټمي موافقې ته بيا ستون کړي، خو په عمل کښې د امريکې اوسني حکومت د ايران په خلاف د بنديزونو د ختمولو او برجام ته د ستنېدو لپاره څه ګام نه دے پورته کړے.

د امريکې سياسي کارپېژاندي جوزف سيرينسيون په دې باندې په تاکيد سره جې بائيډن تر اوسه د ايران په خلاف د ټرمپ له زيات نه زيات دباو ناکامه جنګ ته دوام ورکړے دے او وائي: چې بائيډن ترڅو خپله لار اصلاح نه کړي د اېټمي مهمې موافقې له لاسه د تلو خطر موجود دے.

د ټرمپ د حکومت لخوا د لګېدل شويو بنديزونو د يوې برخې په ساتنې باندې د بائيډن د حکومت ټينګار په ويانا کښې د بنديزونو د ختمولو د خبرو اترو د پرمختګ يو خنډ دے.

د بائيډن د حکومت د غېر منطقي تګلارې په مقابل کښې د ايران اسلامي جمهوريت په ويانا کښېد بنديزونو د ختمولو د خبرو اترو په دوران کښې چې تر اوسه يې اته پړاونه جوړ شوي دي، اعلان وکړ چې هرکله چې خپلو اېټمي ژمنو ته راستون شي چې امريکه ټول بنديزونه په عمل کښې نه په خبرو او د کاغذ د پاسه لغو کړي او دغه مسئله د ايران د راستي آزمائنۍ وړ وګرځي.

ايران په ځلونو ويلي دي چې مقابل لورے د بنديزونو د لغو کولو لپاره ډېر هرڅومره جدي چمتووالے ولري او  د بنديزونو د ختمولو په زمينه کښې د ايران د نظر وړ لارې چارې د منلو لپره زياته جدي اراده اوښئ نو برجام ته د امريکې د ستنېدو لپاره وروستۍ موافقېته د رسېدو وخت لا زيات لنډ شي.

--------

 

ټیګونه