د ایران جوړ پاستو کووک واکسن د کرونا په ضد بشپړه معافیت رامینځ ته کوي
د ایران د پاستور انستیتو مشر تاکېد وکړ چي د پاستوکووک واکسن د کرونا د اومیکرون وایرس په وړاندې ۱۰۰ سلنه معافیت رامینځ ته کوي چي د لویانو تر څنګ ماشومانو ته هم لګول کېدایشي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پاستور انستیتو مشر «علیرضا بیګلري» وویل: پاستوکووک د کرونا ضد تر ټولو بې خطره واکسن دی.
د ایران د پاستور انستیتو مشر، زیاته کړه: پاستوکووک په کوبا کې د کرونا د بېټا وایرس په وړاندې وازمویل شو چي ۹۶ سلنه یې معافیت رامینځ ته کړ.
بیګلري د دې په بیانولو چي په ایران کې د میاشتې ۵ میلیون ډوزه پاستوکووک واکسن د تولېد ظرفیت موجود دی، وویل: په ماشومانو کې د دې واکسن دوه ډوزه کفایت کوي خو لویانو لپاره باید درې ډوزه ولګول شي.
د پاستوکوک واکسن د ایران او کوبا تر مینځ په ګډو همکاریو جوړ شوی دی.
د ایران د پاستور انستیتو د نړۍ په کچه د واکسن د جوړلو له مهمو موسساتو څخه بلل کیږي.