امام خمیني سره د بیعت نوي کول له اسلامی انقلاب سره دژمنتیا نوی کول دی
له امام خمینی سره تاریخي بیعّت د اسلامی انقلاب ستنې او بنسټونه لاپیاوړي کړل او ضروري ده ددغه بې بدیله حرکت اغیزې د ځوانانو لپاره تشریح شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمنان په څرګندې غونډې کې ایران ته د امام خمینی د ولولناکې راستنیدا د کلیزې او همداراز د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې په مناسبت دمبارکۍ په وئيلو سره ووظیل د ایران داسلامی جمهوری نظام د لوي بنسټګر فکري مکتب او آئيډئيل ، هیڅکله هم نه تحریفیږي .
قالیباف ددې خبرې په کولو سره چې حضرت امام خمیني ، پر خدای د باؤرکونې، پر ځان د باؤر و پر ولس د تکیې بیلګه وه ، روښانه کړه ، له اسلامی انقلابه ورسوته د ایران داسلامی جمهوری نظام پرمختګونه ، د انقلاب اصولو ته د پابندۍ ، د هوښیارې رهبرۍ ، د ولس یوزړتوب او هم د شخصیّتونو او مدیرانو نه ستړیکیدونکي هڅې پامته داره دي .
همداراز د ایران دا سلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان سردار سید عبدالرّحیم موسوي هم د سباؤن لسیزې او د پوځ دهوائي ځواک د د سلواغې د نولسمې د پيښې د کلیزې په درشل کې ووئيل ،له امام خمینی سره تاریخي بیعّت د اسلامی انقلاب ستنې او بنسټونه لاپیاوړي کړل او ضروري ده ددغه بې بدیله حرکت اغیزې د ځوانانو لپاره تشریح شي .
هغه زیاته کړې ، د ایران ولس له پوځ سره مینه او احترام کوي ، چې دا د پوځ د یوه یوه قوماندان او پرسنلو لپاره د اعتماد او احترام دی، او ددغه ځائيګي د ساتلو لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي .