د ايران له زېربناو په استفادې سره د افغانستان د ټرانسپورټي ملګرتياو پراختيا
(last modified Sat, 12 Feb 2022 11:19:10 GMT )
Feb 12, 2022 15:49 Asia/Kabul
  • د ايران له زېربناو په استفادې سره د افغانستان د ټرانسپورټي ملګرتياو پراختيا

د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د دفتر يوناما مشر د ايران له مناسبو سمندري، بندري، ريلي او سړکي ټرانسپورټي زېربناو څخه په استفادې سره د افغانستان د ټرانسپورټي ملګرتيا د پراختيا غوښتنه وکړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې د يوناما د دفتر مشر هېډ‌ئو ايکبه د ايران د بندرونو او سمندر د چارو له عامل مدير علي اکبر صفائي سره په کتنه کښې هيله څرګنده کړه چې د ډېپلومېټکو ملاتړونو به ترسره کولو او له ذي صلاح نړيوالو مراجعو څخه او همدارنګ د افغانستان له کورنيو مراجعو څخه د يوناما په تعقيبونې سره افغانستان ته يا د افغانستان له لارې د سامانونو له ټرانسپورټ او ټرانزېټ سره اړوند موضوعات غوره شي.

ايکبه د ايران چابهار بندر د افغانستان لپاره يو مهم بندري ځاے وبلۀ او وې ويل: په افغانستان کښې د موجودو خنډونواو مشکلاتو په لرې کولو او د ايران لخوا په وړاندې کړې شويو مرستو سره د افغانستان د سامانونو له ټرانسپورټ او ټرانزېټ سره اړوندو موضوعاتو وده کړې ده.

د ايران د بندرونو او سمندرونو د چارو عامل مدير هم د ايران او افغانستان د خلقو پخوانيو کلتوري او اقتصادي رشتو ته په اشارې سره وويل:  په تېرو کلونو کښې د ايران خلق تل د افغانستان د خلقو لپاره ښه کوربه وو او اوس هم دي.

صفائي تاکيد وکړ، چابهار بندر نه يوازې د ايران د ختيځ محور د پراختيا لپاره يو ارزښتناک ځاے دے بلکه د افغانستان او د مشترک المنافع سي آئي اېس خپلواکو هېوادونو په شان نور ګاونډي هېوادونه هم  په چابهار بندر کښې له ټولو رامنځته کړې شويو ظرفيتونو، امکاناتو او وسائلو څخه د خپلو هېوادونو په ګټه استفاده کولې شي.

د ايران د لار او ښار جوړونې مرستيال وزير همدارنګ د ايران د بندرونو په تېره بيا د چابهار بندر له لارې د ضرورت وړ سامانونو د ټرانزېټ لپره د افغانستان له تاجرانواو خصوصي برخو سره د ضروري ملګرتيا د ترسره کولو او د و سائلو او امکاناتو د وړاندې کولو لپاره د بندرونو او سمندرونو د چارو د ادارې د چمتووالے خبر ورکړ.

 

ټیګونه