په کي يف کښې باقي پاتې محدود ايرانيان امنه سيمو کښې مېشته شوي دي
(last modified Sun, 27 Feb 2022 06:46:40 GMT )
Feb 27, 2022 11:16 Asia/Kabul
  •  په کي يف کښې باقي پاتې محدود ايرانيان امنه سيمو کښې مېشته شوي دي

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: په کي يف کښې کم شمېر ايرانيان باقي پاتې دي چې په يو امنه ځاے کښې مېشته کړې شوي دي.

د اېرنا د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده په يوه ټيلي ويژني مرکه کښې په يوکرائن کښې د موجودو ايرانيانيا په اړه وويل: تر دې شېبې پورې د څه مشکل رپوت نشته، همدارنګ د يوکرائن د امنيتي حالاتو يعنې د فوځي حکومت په وجه د ټولو ايرانيا راوېستل امکان نه لري.

خطيب زاده زياته کړه، په يوکرائن کښې حالات غېر معمولي لوري ته روان دي او په اول پړاو کښې کوشش شوے دے چې ايراني محصيلين او ښاريز له خطرناکو ښاونو لرې اوسي.

د ايران د خارجه وزارت وياند دويم پړاو د يوکرائن لويديځو پولو ته د ايرانيانو منتقلول وبلل او وې ويل: د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت کوشش وکړ چې د رېل يا نورو لارو څخه ايراني محصيلين او ښاريز بهر کړي او د دې کار لپاره ګاډي موټرې او نور امکانات هم هغوي ته ورکړې شوي دي.

خطيب زاده واضحه کړه، په کي يف کښې د ايران له سفارت سره په غږملتيا سره له دوه سوو نه زيات ايراني محصيلين د رېل په ذريعې سره لويديځو پولو ته منتقل کړې شوي دي.

ټیګونه