جنګ د یوکراین یا د بل کوم کړکیچ حل لاره نه ده
د ایران خارجه وزیر: د یوکراین د کړکیچ یا بل کوم کړکیچ حل لاره جنګ نه دی
د ایران خارجه وزیر د آیرلینډ د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: د یوکراین د کړکیچ یا بل کوم کړکیچ حل لاره جنګ نه دی، البته د کړکیچ له جرړې او په سیمه کښې د پوځي توب د پراخولو لپاره د ناټو له اقداماتو هم باید غافل نه شو
حسین امیر عبداللهیان له سایمن کاوِنيSimon Coveney سره په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د روسیې خلاف د ناټو او د هغې د انډیوالانو شخړه جوړونکو اقداماتو ته په اشارې سره، په افغانستان کښې د امریکې او ناټو د شل کلن زیانمنونکي شتون د تجربې یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې هم داشان د یمن د کړکیچ په لړ کښې باید جنګ بند کړې شي او سیاسي حل لارې ته وړومبیتوب ورکړی شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د یمن په هکله د امنیت شورا په وروستي پریکړه لیک کښې د دغه هیواد حقیقتونو ته پاملرنه نه ده شوې او د یمن خلاف د جنګ له هواري سره به مرسته ونه کړي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د آیرلینډ خارجه وزیر هم د ویانا مذاکراتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ټول لوري د وروستي ګام پورته کولو ته لیواله دي او کوشش یې دا دی چې د موافقې لپاره زیات نه زیات باور او ډاډ ترلاسه شي.
هغه هم داشان د یمن په هکله د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک په هکله وویل چې آیرلینډ د دغه پریکړه لیک ملاتړ ونه کړ او په یمن کښې د خبرواترو په تکل کښې دی.
د ایران او آیرلینډه خارجه وزیرانو په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې هم داشان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو د تعقیبونې لپاره د صلاح مشورو په دوام باندې ټینګار وکړ.