د پاکستان په پېښور کښې ترهه ګريزې چاودنې د لويديځ له خبيثې څېرې پرده لرې کړه
د ايران د محصلينو د اسلامي ټولنې د اتحاديې د نړيوالو چارو سېکتر د پاکستان په پېښور کښې د ترهه ګريزې چاودنې په وړاندې د لويديځو رسنيو خاموشي دردؤنکې وبلله.
امير محمو کولاني له فارس خبري آژانس سره په مرکه کښې د پاکستان په پېښور ښار کښې د شيعه ؤ د جامع جومات د چاودنې ترخې پېښې په غندلو سره د لويديځو رسنيو خاموشي که څه اټکلېدونکې وه خو ډېره دردؤنکې ده، د دنيا په مختلفو سيمو کښې هره ورځ د لويديځ د روزل شويو ترهه ګرو لخوا په سلګونو ماشومان، بوډاګان او ځوانان وژل کيږي خو نه د هغوي لپاره څو شمعې بلوي او نه تشدد ته د «نه» غږ اوچتوي.
دغه محصل چارواکي په يوکرائن کښې د روسيې عملياتو ته په اشارې سره زياته کړه، لويديځو واکمنانو تېره هفته د جنګ او وينې بهېدنې د زيانونو په اړه داسې خبرې کولې لکه چې د نړيوالې سطحې د تفکر په يو مرکز يو معبد کښې وېنا کوي خو په پاکستان کښې د مسلمانانو له غميزناک قتل عامه نه وروسته يې د ټوقو، رياکارانه او نمائشي رنګ هم ختم شو او خاموشي يې اختيار کړه.