د یوکراین خلک د امریکې د شیطاني سیاستونو قرباني شول
(last modified Mon, 07 Mar 2022 00:44:52 GMT )
Mar 07, 2022 05:14 Asia/Kabul
  • د یوکراین خلک د امریکې د شیطاني سیاستونو قرباني شول

د اسلامي ایران ولسمشر د یوکراین خلک د امریکې د شیطاني سیاستونو قرباني وبلل او ټینګار یې وکړ چې اسلامي ایران د جنګ مخالف دی او جنګ چې هر څومره زر ختم شي دومره د ولسونو په ګټه ده

سید ابراهیم رئیسي پرون د خپلې کابینې په غونډه کښې د سیمې حالاتو او د یوکراین کړکیچ ته اشاره وکړه او ویې ویل: د یوکراین خلک هم د افغانستان، یمن او عراق د خلکو په شان د امریکې د شیطاني سیاستونو قربانیان دي.

هغه څرګنده کړه، د ایران اسلامي جمهوریت هم هغه شان چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ویلي دي، بیخي د جنګ مخالف دی او زرترزره د جنګ ختمیدل د سیمې او ولسونو په ګټه دی.

د ایران ولسمشر هم داشان په ویانا کښې د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو په هکله څرګنده کړه چې خارجه وزارت او مرکچي ډله په ډیر کوشش سره خبرې اترې تعقیبوي خو حکومت خپل هیڅ کار مذاکراتو او ایټمي موافقې ته نه دی اټال کړی او نه به یې وځنډوي.

ولسمشر رئیسي ټینګار وکړ چې برجام د ایران ټول بهرنې سیاست نه دی بلکې د هغه د یوې برخې په توګه ورته کتل کیږي.

 

 

ټیګونه