جنرل عزيز نصيرزاده:
د هېواد دفاعي قوت پکار دے هدمنه وده پېدا کړي
د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو د لوےدرستيز جانشين تاکيد وکړ، د هېواد دفاعي او مخنيؤنکے قوت پکار دې په هدفمنه توګه وده وکړي او انساني ځواک له هرې وسلې زيات کارنده وي.
د اېسنا خبري آژانس رپوټ له مخې د د فوځ د هوائي ځواک د قوماندانانو په عالي شورا کښې د وسله والو ځواکونو د لوے درستيز جانشنين جنرل عزيز نصيرزاده وويل: د نړۍ نننۍ پېښې ښودنه کوي چې د يو هېواد عزت، اقتدار، خپلواکي او امنيت په پرديو باندې په تکيه کولو نه بلکه په خپلو خلقو په تکيې په سيوري کښې ټينګېدې شي.
هغه زياته کړه، د هر مدير يوه ډېره مهمه دنده د ايران د اسلامي جمهوري نظام د ژمن او توانمن انساني ځواک روزنه ده ځکه چې بې له شلکه انساني ځواک له هرې وسلې زيات کارنده کېدې شي.
جنرل نصيرزاده همدارنګ وويل: نن په دنيا کښې قوت او طاقت د هر څه په سر کښې دے او بې له قوته او طاقته د يرغلونو په مخکې ټينګ اودرېدنه نه شي کېدې، نو ځکه پکار دے په هره يوه برخه کښې د خپل قوت او توانمنيو د ودې په تکل کښې اوسوو.