له دښمانو سره په مقابله کښې د ايران په لاسربرۍ د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان تاکيد
(last modified Fri, 11 Mar 2022 10:44:40 GMT )
Mar 11, 2022 15:14 Asia/Kabul
  • له دښمانو سره په مقابله کښې د ايران په لاسربرۍ د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان تاکيد

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان جنرل حسېن سلامي پرون په تهران کښې د دفاع د مخکښانو په سمينار کښې وويل: د ټولو دسيسو باوجود نن په ټولو ډګرونو له دښمانو سره په مقابله کښې برلاسه يوو.

جنرل سلامي د دې په بيانولو سره چې اسلامي ايران نن په مرکزي مېدان کښې  د دښمنانو له ټولو خطرونو او ګواښونو سره مخامخ دے او د اسلامي انقلاب په مقابل کښې د دښمن هيڅ يو ظرفيت بېکاره نه دے وويل: حتی داسې ښکاري چې د اروپا وروستيو پېښو او حالاتو هم ايران له ترجيح څخه بهر کړے نه دے او دښمن د بنديزونو،فوځي رعب اچونو، نفسياتي عملياتواو د سيمه ايزو نفوذ د ختمولو لپاره د اطلاعاتي او عملياتي جنګ په شمول   له ټولو لارو او طريقو څخه مېدان ته رادانګلي دي چې د دغو ګواښونو دوام له کورنيو زيانونو سره وګنډيو خو د پاسدارانو لښکر د دښمانو د ټولو دسيسو او خباثتونو په وړاندې ټينګ ولاړ دے.

د جنرل حسېن سلامي اشاره د امريکې په مشرۍ اود د صهيونېسټ رژيم په شان د سيمه ايزو انډيوالانو په ملګرتيا د ايران د اسلامي جمهوريت او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د مقاومت د محور په خلاف چې له کلونو راهسې د نړيوال استکبار چې په سر کښې يې امريکه ده د دسيسو او پلانونو او د صهيونېسټ رژيم د مخربو او جنګ جوړؤنکو اقداماتو په مقابل کښې ټينګ ولاړ دے او د هغوي پلانونه يې ناکامه کړي دي  د لويديځ د دباونو او دسيسو دوام ته ده

دا په داسې حال کښې دي چې په يوکرائن کښې د روسيې فوځي عملياتو ته په پام سره چې نړيواله توجه يې د اروپا ختيځ په اروپا کښې په اوسني بحران باندې د امريکې او د هغې د انډيولانوتمرکز لوري ته ګرځولې ده خو د مقاومت دمحور او صهيونېسټ او استکبار مخالفو غورځنګونو په خلاف  د تل ابيب او د اېشيا په لويديځ کښې د خپلو سيمه ايزو انډيوالانو په ملګرتيا د واشنګټن بدغوښتونکي اقدامات هم شان روان دي او په اروپا کښې د امريکې مشغولتيا په سيمه کښې د د هغې د تخريبي پلانونو د دوام خنډ شوې نه ده.

خود استکباري او صهيونېسټي دښمنانو د بدغوښتونکو اقداماتو باوجود هغه څه چې د امريکې او د هغې د سيمه ايزو انډيولانو د اقداماتو د ناکامۍ ضامن شوي دي د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي او ورسره په سيمه کښې د ملو غورځنګونو د قوت دوامداره پراختيا او د ايران د مخنيؤنکي قوت د ودې دوام دے. د ايران اسلامي جمهوريت قوت په وړومبۍ مرحله کښې په خداے پاک باندې د توکل او بهروسې په وجه او په ورپسې مرحله کښې له اسلامي جمهوري نظام څخه د ولسي ملاتړ په وجه دے. په دې اړه د وسله والو ځواکونو د لوے درستيز جانشين جنر عزيز نصيرزاده هم وويل: نن په دنيا کښې قوت او طاقت د هر څه په سر کښې دے او بې له قوته او طاقته د يرغلونو په مخکې ټينګ  اودرېدنه نه شي کېدې، نو ځکه پکار دے په هره يوه برخه کښې د خپل قوت او توانمنيو د ودې په تکل کښې اوسوو.

نو د دغو سترو قوماندانانو وېناو ته په پام سره په حقيقت کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ملي قوت او د دښمنانو په وړاندې يې ننداره د ايران په خلاف د سيمه ايزو او له سيمې د وراخوا دښمنانانو د غليمانه اقدامات د مخنيوي يو اصلي وجه ده.

-----

 

ټیګونه