د ایران او ۴+۱دلې ایټمی خبرې اوج ته رسیدلی او مشورې هم دوام لری
د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم د جوزف بورل له دغه پیغامه وروسته په ټولینز پیغام کې لیکلی دي ، د ویانا په خبرواترو کې اعلان شوي وقفه دباقي موضوعاانو دحل او دنهائي ستنیدا زمینه جوړونکي کیدلی شي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د ایټمی مرکچي ټيم مسئول علی باقری کني یو ځل بیا د مشورو لپاره له ویانا د تهران په لور روان شوی او همداراز د ۴+۱ ډلې د مرکچي ټیمونو مسئولان هم خپلو پلازمینو ته خوځيدلي څو نهائي مشورې ترسره کړي.
داپه داسې حال کې دي چې د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل دهغه څه په دلیل په خبرواترو کې دوقفې د ضرورت خبروه کې چې باید پلازمینو سره مشوره وشي او په دې زمینې کې ئې په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، د بهرنیو عواملو په دلیل د وینا په خبرواترو کې وقفه ضروري ده .
هغه په عین حال کې روښانه کړې ده ، د ایران په ضد د بندیزونو دلغوه کولو په اړه د خبرواترو د موافقې نهائي متن تیار او پر میز کیښودل شوی دی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم د جوزف بورل له دغه پیغامه وروسته په ټولینز پیغام کې لیکلی دي ، د ویانا په خبرواترو کې اعلان شوي وقفه دباقي موضوعاانو دحل او دنهائي ستنیدا زمینه جوړونکي کیدلی شي .
داپه داسې حال کې دي چې د ویانا دخبرواترو غږملونکي آنریکه مورا هم روانې خبرې اترې ښې بللی او وئيلی ئې دي ، مرکچي لوري تقریبا موافقې ته رسیدلي دي ، البته د موافقې دنهائي کولو او پراوسني وضعیّت د غلبې لپاره به د امریکا او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د درستو غړو سریه ارتباط ته دوام ورکړي . او ټاکل شوې ده چې مرکچي ټيمونه خپلو پلازمینو ته بیرته وګرځي او د نهائي خبرواترو لپاره زرترزره بیرته ویانا ته راستانه شي .
د اروپائي ټرائيکا ، چین او روسیې ایټمي مرکچي ټيمونو مسئولانو هم په زغرده وئيلی دي ، چې تقریبا موافقې ته رسیدلي دي او غواړي نهائي مشورې وکړي او ممکنه ده د روانې اونۍ تر وروستیو پورې نړۍ ته یو ښه ځيری وړاندې کړي