د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشر په سعودي کښې د بې ګناه کسانو اعدام وغندۀ
د ايران د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشر په سعودي کښې د بېګناه شيعه مسلمانانو د اعدام په غندلو سره آل سعود د وحي د ټاټوبي غاصبان وبلل.
آيت الله صادق آملي لاريجاني وويل: د آل سعود لخوا د کم عمره زلميو د شهيدولو په اړه دغه لوے جنايت چې د خپل طاغوتي باچائۍ د بېخ وېستل کېدو له ويرې يې ترسره کړ د نړۍ د شيعه ؤ بلکه د هر پتيالي او ننګيالي مسلمان او انسان زړۀ دردولے دے.
آملي لاريجاني زياته کړه شيعه مسلمانان او د اهلبېت اطهار عليهم السلام مينه وال تل د ټولو جنايتونو په وړاندې لکه د غر ټينګ اودرېدل او د محمدي (ص) سوچه اسلام بېرغ يې اوچت کړ، نه د هغه اسلام چې د امويانو، آل زياد او آل مروان لاسو ته پرېوتے ؤ.
آيت الله آملي لاريجاني واضحه کړه، شيعه ؤ تل له قرآن کريم او حقيقي اسلام څخه دفاع کړې ده او د تاريخ په اوږدو کښې يې خپل ځانونه د خداے پاک په لار کښې قرباني کړي او د شهادت جامونه يې څښلي دي.
هغه په دې خبره تاکيد وکړ چې هغه جنايتونه چې آل سعود په موجوده زمانه کښې کړي او کوي يې کم نه دي.