ایران هماغه راز د ویاناخبرواترو بریالیتوب ته کلک هوډ لري
(last modified Sun, 27 Mar 2022 10:08:29 GMT )
Mar 27, 2022 14:38 Asia/Kabul
  • ایران هماغه راز د ویاناخبرواترو بریالیتوب ته کلک هوډ لري

د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دکمیشن  مرستیال مشر آنریکه مورا  چې تهران ته په سفر راغلی دی، دایران له مرستیال خارجه وزیر علی باقري کني سره لیده کاته کړي دي .

د ایران په ضد غیر قانوني او ظالمانه بندیزونو دختمولو په چورلیز توب سره د ویاناد خبرواترو اتم پړاؤ  له څو ځله ترسره کیدا پسې  د مارچ په یولسمه نیټه یو ځل بیا د یوه ساه اخستونکي پړاؤ لپاره  ځنډول شوي دي .

  دایران اسلامی جمهوریت د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه په کرتو وئیلي دي،دې ته په پام سره چې   امریکا هغه لوری ؤ چې جامعه نړیواله ایټمی موافقې خلاف ورزي ئې کړې  ده،دا واشنګټن دی چې باید د بندیزونو په ختمولو سره  موافقې ته بیرته وګرځي  اولازمه ده  د امریکا د ژمنتیاؤ اجرا  تائيد شي .

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړ ،د ایران مرستیال خارجه وزیر او لوړپوړی ایټمی مرکچي  علی باقری  او د ویانا دخبرواترو غږملونکي او د  اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دکمیشن مرستیال مشر آنریکه مورا په دغې کتنې کې په ویانا کې د بندیزونو دختمونکو خبرواترو د تر ټولو وروستي وضعیّت په باب دنظر تبادلې  سره،د باقي پاتې موضوعګانو په باب هم مشورې وکړې .

علی باقري په ویانا کې د موافقې نهائي کیدا لپاره د  ایران دا سلامی جمهوریت  دجدیّت او هوډ په یادولو سره  ټينګار وکړ،که امریکائي لوری له حقیقت پالنې برخمنشي،نو یوه ښه موافقه ترلاسه کیدلی شي .انریکه مورا هم  په دغې کتنې کې  له نورو لورو سره  دخپلو تر ټولو وروستیو مشورو په باب یو راپور هم واړاندې کړ. دواړه لوري به  په نزدې راتلونکو   شپو ورځو کې له لازیاتو تماسونو اومشورو ته دوام ورکړي.    

 

ټیګونه