ایران کرونا سره په مبارزه کې د نړۍ د ۱۰ غورو هیوادونو په لیکه کې راغی
(last modified Mon, 28 Mar 2022 02:02:46 GMT )
Mar 28, 2022 06:32 Asia/Kabul
  • ایران کرونا سره په مبارزه کې د نړۍ د ۱۰ غورو هیوادونو په لیکه کې راغی

د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر په هیواد کې کرونا سره د مبارزې په زمینه کې د ۶ مختلفو واکسنونو تولید ته په اشارې سره، وویل: ایران کرونا سره د مبارزې په ډګر کې د نړۍ د ۱۰ غورو هیوادونو له جملې څخه شمېرل کیږي.

کووبرکت، پاستوکووک، کووپارس، فخراوک، اسپایکوژن او نوراواک د کرونا ضد هغه واکسنونه دی چي د امریکې د ظالمانه بندیزونو سره سره، د ایراني ماهرینو له لوري جوړي شوي او تولید ته رسېدلي دي.

د ایران د روغتیایي چارو وزیر بهرام عین اللهی اسلامي جمهوریت یې په نړۍ کې د استعمار سره په مبارزه کې د مقاومت او ویاړ بېلګه وباله او زیاته یې کړه: نن سبا په ټوله نړۍ کې ایران له استعمار سره د مبارزې مظهر بلل کیږي او د دنیا خلګ ایران د امام خمینی ره، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د شهید سردار سلیمانی په نامه سره پېژني.

هغه د دې په بیانولو چي د کرونا په وبا کې ایران نړیوالو ته ور وپېژندل شو، وویل: اوس د روغتیا نړیواله اداره کرونا سره د مبارزې په زمینه کې ایران د مرجع په توګه پېژندلی دی.

 

 

ټیګونه