په ایران کې نن د طبیعّت ورځ لمانځل کیږي
د ایران په رسمي کال هینداره کې د وری د میاشتې دیارلسمه ورځ د طبیعت د ورځې په توګه نومل شوې ده .
د ایران په رسمي کال هینداره کې د وری د میاشتې دیارلسمه ورځ د طبیعت د ورځې په توګه نومل شوې ده .
د ایران ولس د نوي کال په دیارلسمې ورځې د غوره او نیک دود په اساس ، د طبیَعت لمن ته ځي څو د طبیعي نعمتونو څخه په خوند اخستو سره یوه تانده او له خاطرو ډکه ورځ د خپلې کورنۍ او خپلوانو ترڅنګ تیره کړي .
هر کال د وري دمیاشتې دیارلسمه نیټه ، دنوروزي چټیانو تر ټولو وروستۍ ورځ ده چې سیزده بدر هم نومول کیږي ..\
په پخوا زمانې کې ایرانیانو هغو دولس ورځینو خوشالیو او جشن وروسته چې د کال د دولسو میاشتو په یاد سره دی ، د نوروز دیارلسمه ورځ باغونو او صحرا ته ورتلل څو د اختر ترټولو وروستۍ ورځ په طبیعت کې او د شنو بوټو ښیرازه مځکې او د چینو او آبشارونو ترڅنګ تیره کړي .
طبیعت له ډير پخوا راهسې د ایران د ولس د احترام وړ دی او د طبیعت په پاک صاف ساتلو کېئې تل هڅه کړې ده .
د طبیعت ورځ دې پر ټولو مبارک وي .