په يوکرائن کښې جنګ د امريکې او اروپا د قوت د کمېدو سبب شوے دے
(last modified Thu, 07 Apr 2022 08:00:55 GMT )
Apr 07, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • په يوکرائن کښې جنګ د امريکې او اروپا د قوت د کمېدو سبب شوے دے

د ايران د ټولو قواؤ د معظم قوماندان ستر مرستيال او صلاحکار وويل: په يوکرائن کښې جنګ د امريکې، نېټو او اروپا د قوت د کمېدو سبب شوےدے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل سيد يحيی صفوي له يو قوماندانانو او د پوهنتونونو له استادانو سره په نوروزي کتنه کښې په سيمه او نړۍ کښې وروستيو بدلونونو او حالاتو ته په اشارې سره وويل: په نړۍ کښې يو نوے دوران شروع شوے دے او په اروپا براعظم کښې د روسيې او يوکرائن جنګ او اوسني حالات په ۱۹۴۵ کال د دويم نړيوال جنګ له ختمېدو وروسته بې مخينې دي.

جنرل صفوي د دې په بيانولو سره چې روسيه د شوروي جمهوريتونو د اتحاد ټاټوبي د خپل امنيت په چاپېريال کښې بولي زياته کړه، د شوروي له دړې وړې کېدو وروسته د روسيې د سياستونو په اپوټه ورو ورو د لېتوانيا، لېتويا او اېستونيا چې له شوروي سره ګډې پولې لري په شان   له شوروي نه بيل شوي تقريباً ټول هېوادونه د نېټو غړي شول او اوس د نېټو غړي هېوادونو دېرش دي.

د ايران د ټولوقواؤ د معظم قوماندان ستر مرستيال او صلاحکار د روسيې او يوکرائن د جنګ د شروع کېدو او د روسيې لپاره د يوکرائن د جيو سټراټيجک حساسيتوږنو د دلائلو په بيانولو کښې وويل، د يوکرائن او روسيې جغرافيائي برخليک سره ګنډل شوي دي او که امريکنيان او نېټو په نېټو کښې د يوکرائن په غړي کولو او په يوکرائن کښې د توغنداي او رېډاري سېسټمونو او وسلو ځاے په ځاے کولو  کښې کامياب شوي وې نو روسيه به له سخت ګواښ سره مخامخ شوې ده نو ځکه د دغه هېواد يوکرائن ته دا نظر د ملي امنيت په بنياد دے.

جنرل صفوي د دې په بيانولو سره چې روسيه يوکرائن ته يو تاريخي نظر هم لري،واضحه کړه، له جيوسټراټيجک نظر نه علاوه روسيه يوکرائن ته يو تاريخي نظر هم لري، ځکه چې تزاري روسيې له کييف څخه بڼه نيوےاو تزاري روسيې وړومبنے پائتخت کييف او بيا پټرزبورګ او ورپسې ماسکو وه،يعنې د اتلسمې پېړۍ تر وړومبنيو وختونو پورې کييف د تزاري روسيې سياسي مرکز ؤ.

ټیګونه