له تکفيري او ترهه ګرو ډلو سره به سخت چلند اوشي
(last modified Thu, 07 Apr 2022 10:30:39 GMT )
Apr 07, 2022 15:00 Asia/Kabul
  • له تکفيري او ترهه ګرو ډلو سره  به سخت چلند اوشي

د ايران د کورنيو چارو وزير وويل: د تکفيري تفکر او بهير ترويجؤنکو کسانو او د امام رضا(ع) په حرم کښې د جنايت له عاملانو سره به سخت چلند اوشي.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې احمد وحيدي نن د خبريالانو په ټول کښې د دغې پېښې په اړه د دې په بيانولو سره چې دغه ترخه واقعه د دې ښودنه کوي چې دښمن د نفاق له رامنځته کولو څخه لاس نه دے اخېستے، وويل: ترهه ګري استکباري نظر پېداوار دے او داعش او نورې ترهه ګرې ډلې همدغه استکبار برابرې کړې دی.

هغه زياته کړه، دغه ړنده ډله د لويديځو هېوادونو او هغو کسانو چې دغه فکر ترويجوي د لاس جوړه شوې ده، خو د دغه تفکر له ترويجؤنکو او د دغه جنايت عاملانو سره به سخت چلند اوشي.

د ايران د کورنيو چارو وزير واضحه کړه، دغه اقدام ښودنه کوي چې ديني علماءتل د خدمت په ړواندې کرښه او هم د دښمن د هدف په وړاندې کرښه کښې دي او ديني عالمان هم هغه شان په ډګر کښې په قوت سره حاضر دي.

هغه د دې په بيانولو سره چې د افغانستان  ډېر غوره ځوانان له تکفيري ډلو سره په مقابله کښې قرباني شول تاکيد وکړ، دغه پېښه د افغان ملت مقام ته څه زيان نه شي رسولې.

وحيدي په دوام کښې وويل: ايران او افغانستان يو ملت دے چې ګډه تمدني ريښه او مخينه لري او دښمن د افغانستان د خلقو ترمېنځ له ايران د ويرونې او د ايران د خلقو ترمېنځ له افغانستانه د ويرونې لپاره کوشش کوي چې کامياب به نه شي.

د ايران د کورنيو چارو وزير زياته کړه، له دې امله چې لويديځ او امريکه د تکفيري ترهه ګريیز تفکر ملاتړي دي هيڅ وخت دغه اقدامات نه غندي.

هغه تاکيد وکړ چې هغه ټول ترهه ګريز بهيرونه او ريښې چې دغې ترهه ګريزه پېښه يې لارښؤنه کړې وپېژندل شي. 

د تیرې نهې په ورځ په مشهد کښې د نړۍ د اهلبېتو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د سپیڅلي حرم په پیامبر اعظم (ص) نومې انګڼ کښې یو تفکیري ترهه ګر کس په چاقو سره په دریو ديني عالمانو باندې حمله وکړه چې له کبله یې یو عالم په ځاے شهید شو او دوه نور ژوبل شول او روغتون ته یوړل شول چې بيا وروسته يو بل عالم هم په شهادت ورسېد.

حمله کونکی  کس نیول شوې او د تفتيش او تحقيق لپاره د ایران د امنیتي او استخباراتي ادارو په لاس کښې دے.

 

 

ټیګونه