د رضوي پاک حرم زائرينو له شهيد ديني عالم سره الوداعي او د جنازې مراسم ترسره کړل
(last modified Fri, 08 Apr 2022 13:21:09 GMT )
Apr 08, 2022 17:51 Asia/Kabul
  • د رضوي پاک حرم زائرينو له شهيد ديني عالم سره الوداعي او د جنازې مراسم ترسره کړل

په مشهد کښې د حضرت امام رضا (ع) په حرم کښې د ترهه ګريزې پېښې له دويم شهيد حجت الاسلام محمد صادق دارائي سره الوداعي او د جنازې مراسم ترسره شول.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې په الوداعي مراسمو کښې چې د امام رضا (ع) د حرم په امام خمېني (رح) هال کښې بېګا د زائرينو او منجورانو په شتون سره ترسره شول د اهلبېتو (ع) مينه والو په مداحۍ سره د کمېل نومې له فېضه ډکې دعا محفل جوړ کړ او د دغه شهيد د درجاتو د بلندۍ لپاره يې له پاک ربه دعاګانې وغوښتې.

د دغه شهيد ديني عالم د جنازې مراسم هم نن د جمعې له دښمن ماتؤنکي نمانځه نه وروسته په رضوي حرم کښې اوشول او د شهيد پاک جسد يې د دغې پېښې د بل شهيد حجت الاسلام محمد اصلاني ترڅنګه خاورو ته وسپارۀ.

همدارنګ د د دغو دواړو شهيدانو د ياد د نمانځنې مراسم به نن د ايران په وخت د شپې نهه بجې د امام رضا (ع) د پاک حرم په ګوهرشاد نومې جومات په هال کښې په خراسان رضوي کښې د ولي فقيه نمائنده او قدس رضوي آستانې د متولي لخوا جوړ شي.

 

ټیګونه