ايران د امريکې په کلني رپوټ کښې بې بنياده ادعاګانې رد کړې
د ايران د خارجه وزارت وياند د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت په کلني رپوټ کښې د ايران په خلاف د بې بنياده ادعاګانو په مردود بللو سره وويل،د تکراري او بې بنياده رپوټونو خپرېدل د داسې رپوټونو لپاره د هيڅ ډول رواوالے نه رامنځته کوي.
د اېرنا د رپوټ له مخې سعيدخطيب زاده وويل، د حقائقو او واقعيتونو د بيانولو لپاره د امريکې په دروغو اموخته حکومته هيڅ هيله نه شوو لرلې او د امريکې د خارجه وزارت د دغه کلني رپوټ جانبدارانه ، سياسي او مداخلت لټؤنکے اصليت ټولواو د ايران ملت ته په ډاګه دے.
هغه زياته کړه، د امريکې حکومت د نړۍپه مختلفوسيمو کښې له جنګ، کودتا، تيري، سړي تښتونې، اقتصادي محاصرې او د بې ګناه خلقو له قتل عامه ډک تاريخ سره د بشري حقوقو اصلي خلاف ورزي کؤنکے دے او په هيڅ وجه د بشري حقوقو په شان د لوړو مفاهيمو په اړه د خبرې کولو قابليت نه لري.
خطيب زاده همدارنګ وويل، امريکه په داسې حال کښې د ايران د ولس لپاره د مګرمچ اوښکې بهيوي چې په تېرو لسيزو کښې د ايران د مسافروړونکې الوتکې د رانسکورولو، د خلقو او چارواکو په وژله کښې د کورنيو اېجنټانود لمسولو او له خپلو وړومبنيو حقوقو څخه د ايران د سرلوړي ولس د بې برخې کولو لپاره د هر اړخيزو کوششونو په شمول د امريکې جنايتونه تل د ايران د خلقو په ذهنونو کښې ژوندي دي.
د خطيب زاده په وېنا د امريکې د غېرقانوني اقتصادي بنديزونو په شمول چې د ايران د خلقو په خلاف د اقتصادي ترهه ګرۍ څرګنده مثال دے او د ايراني بيمارانو لپاره د ضروري درملو د داخلېدو له اصلي خنډونو څخه دے د امريکې يو اړخيز مسلط کړې شوي اقدامات خپله د ايران د خلقو د حقوقو د خلاف ورزۍ څرګنده خلاف ورزي له ځان سره لرلې ده.
هغه واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت د خپلو کورنيو حقوقي اصولو او نړيوالو ژمنو په بنياد تل د ايران د ستر ملت د حقوقو د پوره کولو او د بشري حقوقو په شان د اصلي آرمانونو د ودې په لړ کښې حرکت کړے دے.